د افغانو نجونو د تعليم په اړه د مولانا فضل الرحمن وروستۍ تبصره په اړه
څه فکر کوئ، د افغانو نجونو د تعليم په اړه د مولانا فضل الرحمن وروستۍ تبصره چې په فلسـ ـطـ ـين کې د مظلومو مېندو او ماشومانو په شته قتل عام کې د افغان نجونو د تعليم خبره کول يې د أولیٰ او خلافِ أولیٰ (يعنې د لومړيتوبونو) د نه پېژندلو په بڼه تعبير کړې ده، دا خبره به يې رښتيا هم د ايمان په زور او يا هم د اسلامي امت د غم او درد په خاطر کړې وي؟
زه خو مطمئن يم چې دا خبره يې زمونږ د افغانانو د عامه ذهنيت نه د دوی برداشت، په ديني مسائلو کې زمونږ احساساتي برخورد او پر هوش زمونږ د جوش د غلبې سابقې ته په کتلو کړې ده، خو مولانا صاحب فکر کوم دا هېره کړې چې افغانان الحمدلله اوس د دوی دوامدارو خيانتونو دومره هوښيار کړي چې اقلا د دوی هره دين ته منسوبه خبره په پټو سترګو د دين خبره نه شي منلی... اوس يې تجزيه کوي او له تحليل وروسته پرې قضاوت کوي چې خبره يې د منلو ده او که نه!
که همدا خبره يې د بېلګې په بڼه تحليل کړو نو راته ثابتېږي چې د فلسـ ـطـ ـين د مظلومانو د ملاتړ قضيه او د افغانو نجونو د تعليم خبره کاملاً دوه متفاوته خبرې دي، هم د مکان په لحاظ او هم د مقام په لحاظ... يعنې که د فلسـ ـطـ ـين د مظلومانو خبره کېږي، مطلب يې دا نه دی چې د افغانستان د مېرمنو په قضيه به بحث نه شي کېدی او که څوک د افغانستان د مېرمنو په قضيه خبره کوي، نو دا هيڅکله هم په دې معنی نه ده چې خدای مکړه د اسـ ـرائـ ـيلي مېرمنو په مدحه او توصيف کې يې غزلې او سندرې زمزمه کړې دي!!
او په داسې متفاوت حالت کې د دغسې دوو خبرو يو له بل سره خلط کول يا د مرضي انسان کار کېدی شي او يا هم د غرضي!
دا چې د دې خبرو تر شا د مولانا صاحب مرض څه دی او غرض يې څه؟ نو فکر کوم دا به له هيڅ هوښيار افغان نه پټه نه وي.
