کله چې انسان تر حد زيات ځان ساده کړي، نو ساده توب يې د خندا شي
تاسو به په اردو ژبه هغه خندوونکې ټوکه حتماً اورېدلې وي چې يو خبريال له چاودنې وروسته، له يو ټپي شخص نه ساده بلکې احمقانه پوښتنې کوي... لنډه پښتو ژباړه يې داسې ده:
خبریال: ښه، دا راته ووایه چې بم کله وچاودید، آیا ناڅاپه وچاودید؟
ټپي: نه، سمدلاسه چاودنه ونه شوه، بم لومړی په ارغړېدو ارغړېدو زما خوا ته راغی، بیا یې زما په لیدو لږ وخندل، بیا لږ نور را نږدې شو، بیا یې په حياناکه لهجه وویل چې ښاغلیه! زه جنابِ بم یم... که ستاسې اجازه وي زه به مهربانه شم او يوه چاودنه به وکړم!! زخمي بيا وايي:
ما ورته وویل اوس چې تر دې ځایه راغلی يې او زحمت دې ويستی دی نو مهربانه شئ، چاودنه وکړئ... مطلب وچوئ.
نو جناب خبريال نما ځوانه! د انټرنېټ په دې زمانه کې چې څوک کتاب ليکل غواړي، او بيا کتاب ته يو نوم ورکول غواړي نو له تا به پوښتنه کوي، چې صېبه فلانی خانه! زه فلانکی ولد بستانکی کتاب ليکل غواړم او فلانکی نوم ورته ږدم، بيا يې چاپوم... يا کتاب مې ليکلی دی، پرنټ ته بيخي اماده دی، که ستاسې اجازه وي نو د چاپ بټنې ته ټَس ورکړم؟!
اوس مو ولې په فيسبوک کې شور جوړ کړی دی؟!
زرګونه کتابونه دي ليکل کېږي، په وروستيو څو پېړيو کې زرګونه کتابونه ليکل شوي او زرګونه به لا هم ليکل کېږي... که د چا کتاب مو خوښ نه وي، مه يې لولئ، که وايئ غلط يې ليکلی دی، نو بسم الله کړئ، يو ښکلی علمي او منطقي رد پرې وکړئ، د يو کتاب په مقابل کې لس کتابونه تاسو وليکئ!
خلک که ستاسو د مخالف کتاب لولي، نو ډاډه اوسئ، ستاسې کتاب هم لولي.
او که فکر کوئ، تاسو په ښکنځلو او بد رد ويلو د دين يا د ديني شعائرو دفاع کوئ، نو سل سلنه بايد اطمئنان ولرئ چې په ښکنځلو، بد رد ويلو، استهزاء، تمسخر او په سپکه ژبه کارولو د اسلام د مقدس دين او د سپېڅلو شعائرو دفاع نه کېږي او نه هم اسلام د دغسې دفاع اړتيا لري.
ساده_توب
له_بلې_زاويې
