د الفاظو جانبي عوارض
مرض په دنيا کې د الله تعالی د امتحانونو يوه وسيله ده، دا چې دنيا د امتحان ځای دی نو مونږ او تاسو حتماً په کورنو کې مريضان لرو او يا خپله مريضان کېږو او کله چې مريضان ډاکټر ته بوځو نو هغه د تشخيص پر بنسټ دوا راکوي، ځينې وخت کله چې ډاکټر دوا ډېره وي، نو بيا اکثره وينو چې ډاکټر د معدې لپاره هم کومه دوا په نسخه کې ليکلې وي!!
مګر ولې؟
دا ځکه چې ځينې دوايانې په مريض کې د شته رنځ د درملنې لپاره ډېرې اړينې وي، خو ترڅنګ يې په جسم جانبي عوارض هم پرېږدي او خصوصاً په معده يې بد تأثير پاتې کېږي، نو ډاکټران د دغې دوا د جانبي عوارضو د مخنيوي لپاره دغه بله دوا هم ليکي.
کټ مټ همداسې زمونږ اخلاقيات او عادات هم خپل ځانګړي رنځونه لري او د دغو رنځونو د اصلاح لپاره زمونږ مشران، استاذان او يا علماء کرام خپلو کشرانو ته نصيحتونه او وعظونه کوي، خو متأسفانه د ډېرو مشرانو دا خبره هېره وي چې که د ډاکټر ليکل شوې ځينې دوایانې د رنځور په جسم بد عوارض درلودی شي نو د واعظ ځينې جملې او د نصيحت خبرې هم ځينې وخت بد تأثير پرېښودی شي، نو ښه خبره به دا وي چې زمونږ واعظان او مشران دې هم د توصيې او نصيحت پرمهال خپلو کشرانو ته د خپلو توندو کلماتو تر څنګ ځينې داسې خوږې خبرې هم وکړي چې د تأديبي توصيې نسبتاً تونده خبره يې د کشرانو په روان جانبي عوارض پرېنږدي.
د_الفاظو_جانبي_عوارض
له_بلې_زاويې
