علامه راشد غنوشي په تونس کي د زندان سختي ورځي او شپې سبا کوي
علامه راشد غنوشي (حفظه الله ورعاہ وفک اسرہ) له یوې مودې راهیسي په تونس کي د زندان سختي ورځي او شپې سبا کوي. د نوموړي لور سمیه غنوشي څو ورځي وړاندي پر ټولنیزو رسنیو ځیني معلومات شریک کړل چي د اکتوبر له ۷-اوومي راهیسې ئې د علامه راشد غنوشي دوهم لیکل سوی پیغام ترلاسه کړی چي د غـ.ـ.ـزې او فلسطـ.ـ.ـ.ـین د جگړي په اړه د هغه د احساساتو او جذباتو ښکارندويي کوي.
سمیه غنوشي لیکي: ”زما محترم پلار له ډېري مودې راهیسي دا عادت لري چي د امت د مهمو او لویو ستونزو د حل په اړه روژه نیسي؛ اوس ئې د اکتوبر له ۷-اوومي راهیسي پرلپسې روژه نیولې ده. په روژه کي د الله جل جلاله په حضور کي د فلسطـ.ـ.ـین د خلکو لپاره دعا او ژړا کوي؛ تر څو په زندان کي د فلسطیـ.ـ.ـن د بندیانو او د ازادۍ د مبارزینو د دې غیر معمولي مبارزې برخه واوسي.“
الله تعالی دي راشد غنوشي صاحب له زندانه خلاص کړي او رب تعالی دي د فلسطیـ.ـ.ـن مقدس مقاومـ.ـ.ـت بریالی کړي. آمین
