تلعـــنـون أنفســکم؛ پر ځان به لعنتونه وایاست!
د زمري وینا خو به مو په یاد وي چی ویل ئې:
فاحشدوا ما شئتم من قوات، وأجلبوا بخيلكم ورجلكم براً وبحراً وجواً، فقد أعددنا لكم أصنافاً من الموت ستجعلكم تلعنون أنفسكم، ولن تجدوا منا ضعفاً أو جزعاً أو تراجعاً، وليس لكم منا إلا السيف والنار.
ژباړه: هر څه زور چي لرئ را غونډ ئې کړئ! پر خپلو سپرلیو او پښو ئې د وَچي، سمندر او هوا له لاری راوړئ؛ ځکه موږ ستاسي لپاره داسي مرگ چمتو کړیدئ چي تاسي به دې ته اړ کړي چي پر ځان به لعنتونه وایاست! او تاسي به په موږ کي کمزوري، وېره او شاتگ ونه گورئ! تاسي له اور او توري پرته تر موږ نور څه زیات شی نلرئ!!!
نن همهغه ورځ ده؛ دا د دوی د نني مطبوعاتي کانفرانس تصویرونه دي؛ تاسي ئې څېرې وگورئ! زه د دوی د دښمن او امت د زمري تصویر او نوم نه درسره شریکوم؛ البته الله تعالی دومره رُعب او عزت ورکړی چي د نړۍ هر انسان د اتل په سترگه ورته گوري... مینه ورسره لري؛ دا اوربند کم فتح ډېره ده... نن د مقاومت وجود نړۍ ومنی؛ دا ومنل سوه چي د دوی سره له توافق پرته د نورو عربانو د غلامۍ تړونونه هیڅ ارزښت نلري...
