No-IMG

د زړه ور ترک خبریال مؤثر پلان

تُرک خبریال ملعـ.ـون قوم بُن بستي کوڅې ته راوستلی دئ؛ د ترکیې یوه زړه ور خبریال والکان اوکو Volkan Okcu د RUSSEN مطالعاتي مرکز یوه تجویز سوي پلان ته عملي جامه وراغوندي؛ نوموړي د نړۍ د گوټ گوټ څخه د انساني حقوقو د کارکوونکو سره اړيکي نیولي او په پای کي ئې د ۱۰۰۰-زرو بادبــاني کښتیـو یو ستر کاروان چمتو کړیدئ. په دغو کښتیانو کي به د اروپایي هيوادونو په گډون د نړۍ د ۴۰-څلوېښتو هیوادونو بیرغونه او اوسېدونکي سپاره وي؛ په دغو سپرو انسانانو کي به په زرگونو رضاکاران او د هغوی مېرمني او بچیان هم گډون کوي. په دغو رضاکارانو کي به مشهور سیاستمداران او تجاران هم موجود وي؛ د لیکوالانو، وکلاوو او د زدکړو د ماهرینو تر څنگ به د صهیـ.ـ.ـیونیـ.ـت ضد یخـ.ـودان هم شامل وي؛ هغوی د دې سفر تابیا نیولې ده...

د دې ستر سمندري کاروان د رابللو څخه هدف دا دئ چي د غـ.ـزې د اوسېدونکو سره چي څه ترسره کېږي؛ د هغوی خواته ړنده نړۍ متوجه کړي او په دې ستر ابتکاري اقدام سره د مظلومانو نسلـ.ـي وژنـ.ـه ودرولی سي؛ اوس نو ډارن قوم او د هغوی خبیـ.ـثې رسنۍ ډېري خفه دي؛ دوی دې ته حیران دي چي څنگه کولی سي دا ستر کاروان له ترکیې څخه له وتلو نه منع کړي؛ دا ځکه دوی د نړۍ د ۴۰-هیوادونو اوسېدونکي نسي بمبـ.ـارد کولی؛ د ترکیې مشهور د چارو مبصـر Dr. Mehmet Canbekli وايي چي دې ابتکار ناروا صهیـ/ـونیـ.ـستي دولت لېونی کړی دئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک