No-IMG

د اسلامي نړۍ هيلي له خپلو مشرانو ختمي شوي؛ دوی د خپلو ملتونو له شدید قهر و غضب سره مخ دي

د عرب لیگ د بهرنیو چارو وزیرانو او د اسلامي همکارۍ تنظیم OIC مشرانو په چین کي تر زگېروی وروسته د روسیې خوا ته د تللو فیصله کړېده؛ تر دې وړاندي د ۷-اکتوبر راهیسي دوه ځله د OIC غونډه او په دوهم ځل خو ئې د عرب لیگ غونډه هم ورسره یو ځای کړې وه؛ تر سره سوه؛ خو تر اوسه ئې درې واړه غونډي بې نتیجې پای ته رسېدلي؛ پرون د څلورمه غونډه په چین او اوس به پنځمه غونډه په روسیه کي ترسره کېږي... دا د تېري یوې نیمي میاشتي راهیسي د دوی پنځمه غونډه ده...

د وروستیو دوو غونډو مشري هم د سعودي د بهرنیو چارو وزیر کوي؛ همهغه سعودي چي د مصر، مراکش او اماراتو سره ئې په گډه دغه نړيوال تنظیمونه د قاطعو پرېـکړو له صادرولو منع کړي دي.

په هر صورت اوس دوی په یو عجیب کیفیت کي گرفتار دي؛ ځکه مغضوب قوم د زمریانو په تله Trap کي ونښتی؛ هغه ملـ.ـعون قوم چي خپل دغه ذلیل غلامان ئې په Six day war شپږ ورځني عرب/ازرائـ.ـیل جنگ کي مات کړي ول؛ نن نږدې یوه نیمه میاشت وروسته هم په یوه واړه کلي کي د نامعلوم برخلیک سره مخ دي؛ بلې هو د عربو په پراخه زمکه کي دا وړه ټوټه د یوه کلي حیثیت لري؛ الحمد لله چي دوی د پېـ.ـریانو سره په جگړه کي پر هر میدان له ماتي سره مخ سوي نو ځکه هم د خپل ماتي او مایوسۍ frustration زور تر ماشومانو وباسي؛ پروند د ماشومانو نړئواله ورځ وه؛ دا ورځ هم د دوی پر ضد له ډېرو شدیدو نړئوالو تبلیغاتو ډکه وه... دوی پر نړئـوال سټېج د خپل دفاع د حقدارۍ دروغجنه دعوه لا رسوٰی کوي؛ د ذلت کندي ته تر لوېدلو وروسته ئې د OIC غلامان حیران دي څه وکړي...؟! ځکه نه جگړه درېږي او نه دوی فیصله کولی سي؛ غونډي دي جوړوي ئې؛ اوږده اوږده تاریخونه اعلانوي خو بخت یاري نه ورسره کوي؛ د امتحان صحنه ده چي نه تېرېږي...

د اسلامي نړۍ هيلي له خپلو مشرانو بالکل ختمي سوي؛ دوی د خپلو ملتونو له شدید قهر و غضب سره مخ دي؛ الله ښه پوهېږي چي کوم یو به د عربو د سپرلي غوندي د کوم ستر انقلاب قرباني سي؛ دوی د همدغو جذباتو د قابو کولو په نیت د خلیج پر شاوخوا خپلي بې هدفه غونډي دائروي؛ دا هر څه هم د وخت تېرولو پروسه ده؛ کنه وو سعودي او درې نور غدار حلیفان ئې ولي د داسی غونډو تابیا نیسي چي بیرته ئې له پرېکړو منع کوي؟!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک