د مولانا مودودی رح (د ټولي نړۍ) د اسلامي تحریکونو کارکوونکو ته وروستی نصیحت
مولانا مودودي رحمه الله په ۱۹۶۳م کي؛ د مکې مکرمې په ابراهیمي جومات کي عرب ځوانانو ته په وینا کي فرمایلي وو:
”(د ټولي نړۍ) د اسلامي تحریکونو کارکوونکو ته زما وروستی نصیحت دا دئ چي هغوی دي د مخفي تحریکونو د چلولو او د سلاح په واسطه د انقلاب راوستلو هڅي نه کوي؛ دا اصلاً د بې صبرۍ او تلوار یو شکل دئ او د پائلو له اعتباره ئې د نورو صورتونو په نسبت ډېر خراب دئ. یو صحیح انقلاب تل د عوامي تحریک په ذریعه راپورته کېږي؛ په ښکاره عوامو ته دعوت پیل کړئ! په لوړه کچه اذهان و افکار اصلاح کړئ او په دغو هڅو کي چي هر څومره مصائب او خطرات درته واقع سې په مېړانه ئې مقابله وکړئ!!! په دې توگه نو چي په تدریج سره کوم انقلاب را پورته سي؛ هغه به داسي پائدار مستحکم وي چي د مخالفینو توپاني هواوي به ئې له منځه نسي وړلی. په تلواره که کوم انقلاب راوستل سي نو له کومي لاري چي هغه راوستل سوی؛ له همهغې لاري بیرته له منځه هم تللی سي.“
