No-IMG

استاد قانت؛ د اسلامي فکر عملي مظهر!

مرحوم استاد دوکتور صفت الله قانت د حرکي ادبياتو يو عملي مظهر و، هغه دغه تحريکي فکر يوازې په ذهني شوق نه و لوستی، بلکه هغه د اسلامي فکر لپاره افغاني زمکه زرخېزه کوله، هغه چې په کوم نظرياتي او عملي امتزاج کې د سختيو لاره انتخاب کړه دا د معاصرې نړۍ په نرګسي ژوند کې د صحابه کرامو له سختيو ډکه پيروي او اقتدا وه، هغه او ملګرو يې غوښتل چې په تنظيمي هيکلونو کې د حرکي کار عملي تدريب نهادينه کړي او دغه تنظيمونه په لويو زاويو کې د تربيتي، مشوره يي او انتخابي سېسټمونو او منظمو سازماندهي بنسټونو په توګه پياوړي کړي، خو په تنظيمي اډانو کې د دوی کمي او کيفي اغېز په هغه حد کې نه و چې دغسې لوی انتاج رامنځته کړي، سره له دې چې دوی فردي هڅې وکړې خو ونه توانېدل.

ځينې شخصيتونه داسې وي چې د اسلامي حرکت فکر په نظرياتي لحاظ واخلي خو هغه په کې همغسې فرد پاتې شي، خو استاد په کې فرد نه شو، هغه په کې د کثرت مزل وکړ، نوموړی يوازې په نظري حساب لاړ نه شو، استاد که اسلامي فکر واخېست هغه په کې د تغير د پروسې عملي قدم هم واخېست، استاد قانت او ملګرو يې د راتلونکي لپاره  پر دوامداره تربيتي او سازمان شوي اسلامي کار تفکير وکړ او عملي ګامونه يې واخېستل، تر هغه چې په افغانستان کې د تمدني تقابل او نظرياتي بحث مجالونه پرانېستي وي نو استاد قانت به په کې يو ياد نوم وي.

اللهم اغفرله وارحمه ولا تعذبه ونور قبره واجعل الجنت مثواه

انا لله و انا الیه راجعون

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک