په دوستۍ او خپلولۍ کې سل سلنه خپله رايه او خپل مزاج حاکمول، د دوستۍ او خپلولۍ د دوام لپاره زهرِ قاتل وي
د ملګرتیا او بلې هرې اړيکې په منځ کې ستونزې راتلی شي، هيڅ اړيکه پرته له جنجالونو او تاوتريخوالي روغه نه پاتې کېږي. په دې جنجالونو کې حتماً يو اړخ ملامت وي او دا هم يقيني خبره ده چې ملامت انسان په زړه کې خپله غلطي مني، خو څرنګه چې زموږ او ستاسې قوارې، قد وقامت، اوازونه او رنګونه مختلف دي، د پښېمانۍ د اظهار طريقې مو هم مختلفې وي، ځينې خلک د ملامتۍ پر مهال حتماً په صريحو الفاظو له خپل ملګري يا خپلوان بښنه غواړي، خو ځينې دا کار نه شي کولای، بلکې په يو بل عمل هڅه کوي چې د خپلې غلطۍ او ملامتۍ اقرار وکړي او خپله تېروتنه جبيره وکړي، دا چې يو انسان تېروتنه وکړي او د خپلې تیروتنې د جبران هڅه کوي، دا لوی کار دی، نور د مخالف لوري مسئوليت جوړېږي چې زړه غټ کړي او د خپل ملګري، ورور، خور، ښځه/خاوند او د بل هر قريب د پښېمانۍ د اظهار طريقه درک کړي او دغه د پښېمانۍ احساس دې ورته د اقرار په توګه ومني او په دې ډول دې خپله د خپلولۍ او ملګرتیا اړيکه له خرابېدو وژغوري.
که يو څوک خپل ملګری يا بل کوم قريب مجبوروي چې حتماً دې د ټولو خلکو پر وړاندې په جهر د خپلې تېروتنې اظهار وکړي، نو دا کار خپله د أنانيت عکاسي کوي، د تېروتنې منل او د پښېمانۍ اظهار حتمي نه ده چې په الفاظو سره وشي، بلکې دا کار په نورو لارو هم ترسره کېږي، زمونږ يو قريب او ملګری به په خپلو ډېرو کړنو د دې احساس راکوي چې زه په فلانکي کار کې ملامت وم، پښېمانه يم، خو مونږ به يې نادیده نيسو او د خپل أنانيت په خاطر به ترې د هغه څه غوښتنه کوو چې هغه يې د يو خاص دليل او مجبوريت په خاطر نه شي کولی، بس همدا کار بيا د دې باعث کېږي چې ډېرې اړيکې لا پسې خرابې شي او حتی په دښمنۍ بدلې شي.
په دوستۍ او خپلولۍ کې سل سلنه خپله رايه او خپل مزاج حاکمول، د دوستۍ او خپلولۍ د دوام لپاره زهرِ قاتل وي.
که ته پلار يې، خاوند يې، مشر ورور يې او يا په بله اړيکه کې کوم حاکم موقف لرې، نو خپل ما تحت خلک بايد په تمامه معنی درک کړې، د هغوی طبيعتونه، عادتونه او مزاجونه سم په دقت سره وپېژنې، پرته د يو او بل له درک کولو او تسامح کولو هيڅ اړيکه دوام نه کوي.
ټولنيزې_اړيکې
له_بلې_زاويې
