No-IMG

بَلا هغه وهمي موجود نوم دی چې د هر انسان خصوصاً د ماشومانو په ذهنونو کې په مختلفو اشکالو سره شتون لري

(بَلا) د هغه وهمي موجود نوم دی چې د هر انسان خصوصاً د ماشومانو په ذهنونو کې په مختلفو اشکالو سره شتون لري.

بلا د هرې ټولنې او هرې ژبې خلک په مختلفونو نومونو يادوي، مثلاً ببَو، بَو وغيره... بلا هغه خيالي موجود دی چې مونږ او تاسو يې د خپلو ماشومانو د ډارولو او يا د هغوی د ماشومتوب د ځينو طبيعي عادتونو د ځپلو او مخنيوي لپاره ترې استفاده کوو.

پر ماشومانو د بلا د خيالي موجود ډار دومره قوي وي چې د يو واقعي خطرناک څيز په توګه يې هر چېرې د موجوديت احساس کوي، بيا ځینې وخت داسې حالت هم راشي چې ماشوم بې حده ډارن شي، حتی د خپلې مور په غېږ کې هم د بلا خطر احساسوي، مور او پلار ورته لسګونه دلائل وايي چې بلا نشته، مونږ ټوکې کوو، يا ټوکې مو کولې، د بلا په نامه کوم شی وجود نه لري، خو ماشوم تر هغه په دې خبرو باور نه کوي، څو چې د ماشومتوب له عمره وتلی نه وي.

عيناً زمونږ د لويانو په ژوند کې هم ډېر داسې شيان او باورونه شتون لري چې په يو نه يو شکل زمونږ پر باورونو، حواسو او افکارو مسلط دي، دا چې دغه شيان چا جوړ کړي دي او څنګه جوړ شوي دي؛ د قوم، جغرافيې، طبقاتي نظام، او د پوهې د درجاتو په حساب مختلف دلائل يې کېدی شي.

د ژوند هره مرحله خپلې بلا ګانې لري، دغه بلا ګانې خپله انسانانو جوړې کړې وي، خو جالبه خبره يې دا ده چې د بلا ګانو د هرې مرحلې نه تېر شوي خلک بيا بېرته په دې مصروف وي چې خپل کشران يا نور خلک د بلاګانو له باورونو راوباسي او خپلې مرحلې ته يې راجذب کړي، خو د دغو بلاګانو له وهمه وتل خپل وخت غواړي، څو چې انسان هغه مرحله تېره نه کړي نو په يو نه يو شکل د مختلف النوع بلاګانو تر سيطرې او باورونو لاندې ژوند تېروي.

د ځوانۍ مرحله هم حساسه مرحله ده، په دغه عمر کې هم إنسان ګڼ شمېر بلاګانو سره مخ کېږي، په دغه مرحله کې ډېری ځوانان فکر کوي چې مشران مو نه پوهېږي، مشران مو ډارن دي، يا زمونږ زړورتیا پورې کينه او حسد لري، په اصطلاح ورپورې سوزي، ځينې ځوانان خپل مشران يا هغه چې د دوی په څېر فکر نه کوي، يا د دوی له مشرانو او استاذانو متفاوت نظريات لري، په دیني لحاظ يې منحرف ګڼي، په مختلفو بدو نومونو يې يادوي، خو حقيقت دا دی چې دغه ډول فکر کول خپله يوه خطرناکه بلا ده چې ځان ترې ساتل پکار دی.

الله تعالی دې مونږ ټول له بلا ګانو وساتي، خصوصاً زمونږ د افغانانو بلاګانې د نورو ملتونو په نسبت په شمېر کې زياتې او خطرناکې دي.

ځینې خلک د بلاګانو دومره تر تاثير لاندې وي چې خپله ترې مجسمې بلاګانې جوړې وي، البته د بلاګانو مخ ته دې بيا هم دېوال وي.

بلا

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک