مونږ په ډېرو مواردو کې د الله تعالی هدايات نه عملي کوو او يا ناسمه تشريح شوې بڼه عملي کوو
الله تعالی د ټولو کائناتو يوازینی رب او خالق دی، الله تعالی حکيم او عليم ذات دی، د هر مخلوق په اړه يې لارښوونه عالمانه او بشپړه حکيمانه ده. د ټولو کائناتو په اړه د هغه په کتاب کې راغلي ټولې خبرې دقيقې او تضاد نه منونکي دي. د مخلوقاتو په اړه د الله تعالی په کتاب (قرآن کريم) کې راغلې يوه خبره که ناسمه خېژي نو مطلب دا يو ښکاره ټکر دی او قرآن کريم نه دا چې لارښوونې يې د مفهوم په لحاظ يو له بلې سره ټکر نه لري، بلکې له مدلولاتو سره يې هم ټکر ناممکن دی.
الله تعالی د خپل کتاب په اړه فرمايي چې دا کتاب هدايت او رحمت دی، معنی که د الله تعالی هره خبره او هر حکم په هغه بڼه چې الله تقاضا يې کېږي؛ عملي شي، نو حتماً د دې کار پايله به د خلکو په خير وي، په دې کار سره به د الله تعالی د خبرو عملي کوونکي په ژوند کې له خیر او برکت سره مخ کېږي، خو که څوک يې عملي نه کړي، نو نتيجه يې حتمي خرابي او سختي ده.
مونږ په په ډېرو مواردو کې د الله تعالی هدايات يا بيخي نه عملي کوو او يا يې هغه ناسمه تشريح شوې بڼه عملي کوو.
د مثال په بڼه یو الهي حکم چې له جاهلانو سره د بحث پرمهال او يا د يو بې فائدې کار د ليدلو پر وخت اِعراض (مخ اړول، تجاهل) دی، مونږ ورته هيڅ توجه نه کوو، ډېر شيان داسې دي الله تعالی راته وايي چې تاسو ترې اعراض وکړئ، توجه مه ورته کوئ، عارفانه تجاهل وکړئ، پر عاملينو يې سلام واچوئ او ترې تېر شئ، خو مونږ پر ځای د دې چې دا الهي لارښوونې عملي کړو، برعکس چلند ورسره کوو، په دغو کارونو کې لېوالتيا ډېروو، د هغوی د لمنځه وړلو حتمي هڅه کوو، بلکې په دې برخه کې افراطي او مبالغه يي کړنې ترسره کوو، حال دا چې الله تعالی د حکم تقاضا دا ده چې ترې تېر شئ، توجه مه ورته کوئ!
د الله تعالی دې فرمان ته د عدم اعتناء نتيجه بيا دا شي چې له دغه عادي انحراف نه یوه جدي ستونزه جوړه شي او حتی دا بيا د ټولنې د تقسيم باعث شي، خلک په دوو، دريو او حتی په ډلو ډلو وويشل شي او دا ډول ويشل کېدل خپله عذاب دی.
مونږ
له_بلې_زاويې
