No-IMG

د اختلافاتو پالل هم ځانګړی ظرفيت غواړي

د اختلافاتو پالل هم ځانګړی ظرفيت غواړي. د ظرف امتحان دا دی  چې يو څوک د خپل سيال او مخالف په اړه د عدالت الٰهي حکم عملي کړي چې فرمايي: وَلَا يَجۡرِمَنَّكُمۡ شَنَـَٔانُ قَوۡمٍ عَلَىٰٓ أَلَّا تَعۡدِلُواْۚ ٱعۡدِلُواْ هُوَ أَقۡرَبُ لِلتَّقۡوَىٰۖ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرُۢ بِمَا تَعۡمَلُونَ(٨)  المائدة

ژباړه: له يو قوم سره بدبيني دې تاسو دې ته نه اړ باسي چې عدالت پرېږدئ، (په هر حال) عدالت وکړئ، دا تقویٰ ته ډېر نېږدې (کار) دی، له الله تعالی وډار شئ، بې شکه چې الله تعالی ستاسو په کړنو خبر دی.

که يې دا الٰهي عملي کړ؛ صاحب د ظرف دی او که يې عملي نه کړ او د خپل أنانيت، هویٰ او هوَس خبره يې ومنله نو مطلب بې ظرفه دی.

د بېلګې په ډول مولانا أبوالأعلیٰ مودودي او مولانا ابوالحسن علي ندوي رحمهما الله درواخلئ، دواړو په اواخرو کې نظرياتي اختلاف درلوده، خو سره له دغه اختلاف يې په اړه مولانا ابوالحسن علي ندوي رحمه الله ليکي:

«که څه هم زه د مولانا مودودي (رحمه الله) له سختو منتقدینو سره هغه حد ته نه یم رسېدلی چې د تکفیر او تفسيق څخه په کمو الفاظو ورته قناعت نه کوي. خو زه اوس هم د هغه د ډیرو فکري لاسته راوړنو ستاینه کوم او د هغه ډیری اثار د لوستو ځوانانو لپاره ګټور او د سترګو خلاصوونکي ګڼم او د مطالعې سپارښتنه يې کوم

 [کاروانِ زندگی، لومړی ټوک، ۲۴۵ مخ]

ظرفيت

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک