د سترو اشخاصو لوړ فکرونه
مولانا محمد قاسم نانوتوی ؒ او سرسید احمد خان ؒ.
يو ځل ځينو خلکو د مولانا قاسم نانوتوي رحمه الله خوا ته د سرسيد احمد خان رحمه الله په اړه د يوې فتویٰ ورقه د لاسليک لپاره راوړله. نو مولانا نانوتوي ورته وويل: زه بايد تحقیق وکړم چې رښتیا هم هغه (سرسيد احمد خان رحمه الله) کافر دی او که نه!
بيا يې سرسيد احمد خان ؒ ته يو ليک ولېږه چې درې پوښتنې په کې وې:
۱- پر خدای تعالی مو عقيده څه ده؟
۲- په رسولِ اکرم صلی الله عليه وسلم مو عقيده څه ده؟
۳- د آخرت په اړه څه باور لرئ؟
په ځواب کې ورته سرسيد احمد خان ؒ د درې واړو پوښتنو په اړه خپله عقيده داسې وليکله:
۱- الله تعالی ازلي مالک او د ټول کائناتو جوړوونکی دی.
۲- لنډه دا چې له الله تعالی وروسته تر ټولو لوی شخصيت رسول الله عليه السلام دی.
۳- قيامت حق دی.
کله چې مولانا قاسم نانوتوي ؒ د سرسيد احمد خان ؒ جواب ولوست، نو د فتویٰ غوښتونکو ته يې وويل: تاسو د هغه چا پر خلاف له ما لاسليک غواړئ چې پوخ مسلمان دی؟!
[عبید اللہ (م)، مقالات یوم شبلی، اردو مرکز لاہور، ۱۹۶۱ء، صـ ۶۸ - ۶۹]
