د ځلا ځاځۍ په اړه .....!
د يو څو ورځو راهسې د ځلا ځاځۍ په اړه ډول ډول تبصرې کېږي ، يو اړخ ته يې مسلمانان نامناسب او شرعا ناروا بولي ، بل اړخ سيکولران ورته توجيهات لټوي ،بلکه دا يوه عامه قاعده جوړه شوې چې مسلمانان د هر کار مخالفت وکړي سيکولران د هغه کار په دفاع کې ودريږي ، که مسلمانان د سيک مخالفت وکړي نو سيکولران به خود کار ډول باندې سيکان شي ، که مسلمانان د قادياني مخالفت وکړي نو سيکولران به مستقيما د قادياني دفاع شروع کړي ، دا دفاع په معروضيت بنا نه وي بلکه اضافيت او غير ضروري دلايل ورته کتل کېږي ، مثال همدا ځلا ځاځۍ لپاره بي دينه خلک دوه دلايل تراشي ،
۱:اول دليل دا چې د هر چا خپل کار دی ، بايد د چا په کار کې کار ونه لرو ،که نر د ښځې او ښځه د نر په شان ګرځي نو هيڅ باک نشته ، هر انسان خپله آزادي لري !!! بلکه بعض خو وايي چې د انسان انفرادي اعمال په اجتماعي ټولنه هيڅ اغيزه نه کوي ،
ځواب : دا انتهای ضعيفه خبر ده ، بلکه د عامو قوانينو هم خلاف ده ، د کوم قانون په بنا دا ويلی شو چې انفرادي کړنې په ټولنه اغيزه نه لري ؟ دا خبره د يو نابالغه ذهنيت عکاسي کولی شي نه ده اکاډميک ذهنيت ،
مثال : يو شخص خپلې آزادۍ څخه په استفادې هيرويين (پوډر ) يا نور مخدره مواد راوړي ، او بل شخص هم ځانته آزاد وايي هغه يې په خپله خوښه اخلي نو دې کې د جرم خبر له کومه شوه ؟ ولې حکومت يې مخالفت کوي ؟ د خرڅونکي هم انفرادي عمل دی ( ځکه چې اجباري يې په خلکو نه پلوري بلکه د رضا خبره ده ، لکه په غرب کې چې د زنا قانون دی ) او اخيستونکي هم انفرادي عمل دی ( هغه يې يوازې واخلي او کور کې يې پټ وکاروي ) نو بيا ولې حکومت يې خلاف کوي ؟
دا غلطه خبره ده چې انفراديت د اجتماعيت سره اړيکه نه لري ، لامل يې دا دی چې اجتماعيت له همدې انفراديت څخه جوړيږي ، مثال : شراب څښل انفرادي ګناه ده خو ګورو چې اثر يې ټولنه باندې هم وي ، يا مثال د لوط عليه السلام قوم هم په انفرادي ګناه کې اخته وو يعنې لواطت د هر چا انفرادي عمل وو خو دا مرض دومره زيات شو چې انفراديت څخه اجتماعيت ته بدل شو او هلاکت سره مخ شول ، همدا راز يوه قوماندانه چې د يوې غربي ماډلې نخرې کوي نو دا په يو خاص قسم ذهنيت دلالت کوي ، دا يوه عادي خبره نه وي ، دا د عياش طبيعت ، د سايکو ذهنيت او د غلامي نښه ده ، او دا ټول شيان نيغ په نيغه په دفتري کارونو اغيزه کوي ، لکه مثال يو مشر قوماندان د روس نه متاثره دی ، نو لازمه ده چې د ده کړه وړه به د روسانو په مفاد کې وي ،
لنډه دا چې د ځلا ځاځۍ ذهنيت د يو فوځي ، يا د ملک ساتنې نه دی بلکه ديوې ماډلې او ډمې دی ، نو ډم ته د فوځ يا امنيت ساتنې رتبه ورکول د عوامو سره ظلم دی ، بلکه هغه ماتحت کارکونکو حوصله ماتېږي چې دا يې چيشی زموږ په سر کينولی ؟ دا به د خپل عياش مزاج ساتنه کوي او که موږ ته رهبري ؟
نو لهذا د ځلا ځاځۍ خپل کار نه دی بلکه په نورو يې هم منفي اغیزه وي ،
۲: سيکولران د ځلا ځاځۍ په دفاع کې دويم دليل دا وايې چې وطن خو نه ورانوي ، ملايانو خو وطن وران کړو !!
ځواب : دې ته بوګس منطق وايې ، بلکه بيخي د عقل په باب کې شمارل کېږي نه ، مثال : زه تاته وايم چې ولې ناکام شوې او ته راته وايې چې د احمد ورور هم ناکام شو ، يعني د احمد ناکامي د خپلې ناکامۍ لپاره دليل جوړول ،
دلته د ملايانو څه اړيکه ده ؟ ولې د سوال اصل ځواب پر ځائ بل اړخ ته خوله واچول شي ؟ سبا به يو څوک بربنډ په ښار کې ګرځي نو ته به وايې چې خير ده خير ده وطن خو يې نه ده وران کړی ؟ همدا توجيه بيا د غل ، شراب خور ، حرام ، او هر رزيل لپاره جوړېدلی شي ، بلکه يو شخص به بلې زنانه باندې جنسي تجاوز وکړي نو ته ( سيکولر ) به وايې چې خير ده خير ده وطن خو يې نه ده وران کړی فقط يو اخلاص يې کړی ..!
دا اصلا منطقي مغالطه ده چې دې ته ( آرګومنټم ايډ پاپولم ) ويلي شي ،
نو ګرانو ملګرو !
ډېر احتياط پکار دی ، که د سل پسونو رهبري يو زمری کوي نو ټول پسونه د زړوتيا احساس کوي او که د سل زمريانو رهبري يو پسه کوي نو ټول زمريان د ډار احساس کوي ،
په خپل نقصان پوهه شئ ، که د اسلام نه وي د وطن خو لګ خاطر وکړئ .. !
آيا تاسې ټول عمر د غلامي سوچ لرئ ؟ آيا ټول عمر به ستاسې مقدر د بل په لاس کې وي ؟ آيا تاسې نه غواړئ چې خپله د خپل وطن رهبري وکړئ ؟
په پرديو کې ترحم نشته ، د فلسطينيانو څخه يې خپلې ځمکې او کورونه په زور واخيستل ، د سختو شکنجو سره يې مخ کړل ، په موږ او تاسې هم دسې ورځ راتللی شي ګوره ... !
بيا به مو کډه په سر وي او يوه ټوټه ځمکې پسې به ګرځو او ځان سره به د ۵۰۰۰ کلن اذکار وايو نور به هيڅ فايده نه وي ،
لنډه دا چې د خپل وطن مشران په خپله جوړول پکار دي ، وطن سره حقيقي مينه وکړئ ،
په شعارونو مه دوکه کېږئ ، سبا به يو دوښمن راشي هغه به راته لس نعرې پورته کړي چې( وطن زنده باد) نو موږ به هغه ته وطن دوست وايو ؟
نه ورونو ! خپله د خپلو وطنوالو حاکمان شئ ، سخت محنت وکړئ ، د ليونتوب تر حده کوښښ وکړئ ، يو استعداد په ځان کې پيدا کړئ ، چې ترڅو بل دا جرآت ونکړي چې په موږ د حاکميت فکر وکړي ، هوښيار قومونه کله هم نه دوکه کېږي ! بلکه هميشه خودمختاره وي .!
