افغانستان کې لوږې؛ بيکاري، د عايداتو غيرعادلانه وېش، فساد او نا امني يې لوی لاملونه دي
افغانستان د 2019 کال د لوږې نړيوال انډکس راپور کې د 117 هيوادونو له جملې څخه په 108 مقام کې ځای لري.
دا انډکس له څلورو برخو څخه جوړېږي.
لومړۍ: خوراکي توکو ته د نه لاسرسي برخې فيصدي
دويم: له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو وزن له لاسه ورکؤل
دريم: له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د عمر سره سم د قد نه غټيدل.
څلورم: له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د مرګ کچه
دا راپور مې بيګا وکوت؛ سهار وظيفې ته راتلم، په لاره مې څو تورو لنډکروزرو کې څو سپاره وليدل، دې راپور ته مې وخندل ما ویل د غرب ټول راپورونه درواغ وايي، مونږ هيڅ له لوږې سره مخ خلک نلرو.
لږ څه چې وړاندې ورسیدم؛ د موبايل کارټ مې راخيستل، دوه ماشومان او يوه تورسرې راته سوال ته ودريده، په ډیر بد وضعیت وو او د فقر سربېره د لوږې نښې پکې له ورایه ښکاریدې؛ خدای شته د غرب راپور مې لږ څه ومنل چې څه برخه خلک له ولږې سره مخ لرو.
د تازه انارو جوس مې څکل؛ نور څو سوالګر رامخې ته شول ويل يوه ډوډۍ راته واخله، يوې ښځې سره غيږه کې ماشوم چيغې وهلې، پوه نشوم چې له ولږې به يې چيغې وهلي او که له يخنۍ چون سهار ډیر یخ باد لګېده خو دواړو حالاتو کې غربت مهم عنصر دی.
بيا نو مطمئن شوم چې د غرب دا راپور مطلق دروغ دی؛ ما ویل افغانستان به لومړنی هيواد وي چې زيات خلک پکې له ولږې سره مخ دي؛ ولې باید په داسې یو بد وضعیت کې یوولسم نمبر باندې یو.
تاسې خبر يئ ددې عمده دلايل څه دي؟
بيکاري، د عايداتو غيرعادلانه وېش، فساد او نا امني يې لوی لاملونه دي.
یادونه: دا لیکنه د ۲۰۲۰ کال په همدې ورځ شوې وه؛ اوس وضعیت بیخي خراب دی، له ۹۰ سلنه ډیر خلک د فقر تر کرښې لاندې دي او د کارونه هیڅ څرک نشته. ما ته ښکاري چې بلاخره به مو ددې لیست لومړۍ نمبر نیولی وي.
