سعودي او روسیې د تیلو پر مټ د اروپایي هیوادونو او امریکا پر وړاندې!
اوپیک (Organization of the Petroleum Exporting Countries) د نړۍ په کچه د تیلو غني هیوادونو سازمان دی چې په ۱۹۶۰ کال په عراق کې رامنځته شو، یاد سازمان کې اوسمهال ۱۴ هیوادونه غړیتوب لري چې عراق، ایران، سعودي، دوبۍ، نایجیریا، وینزویلا، ایکواډور، الجیریا، انګولیا، کونګو، ګبون، کوېټ او لیبیا شامل دي چې له جملې یې ایران، عراق، کوېټ او سعودي تر ټولو ستر د تیلو درلودونکي هیوادونه شمیرل کېږي.
ددې سازمان مرکز آسټریا اروپایي هیواد په ویینا ښار کې دی. په لومړیو کې ددوی دفتر د سویزرلینډ په جینوا کې وو، چې وروسته (۱۹۹۶) یې ویینا ته خپل مرکزي دفتر انتقال کړ. د اوپیک سازمان د سعودي له لورې رهبري کېږي.
د ۲۰۱۹ کال راپور له مخې د نړۍ ۵۰ سلنه خام تیل له اوپیک هیوادونو څخه ترلاسه کېږي، نو په همدې اساس ویلې شو اوپيک د نړۍ د تیلو سپلایي او بیو پرېکړې کوي. ددې سازمان د غړو هيوادونه په کال کې یو وار په مرکزي دفتر کې مجلس کېږي چې ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول د تیلو ستر واردوونکي هیوادونه يې پرېکړو ته ډیر پام کوي ځکه ددوی پرېکړې مستقیماً د تیلو پر بیو اغیز کوي او له بل پلوه بې شمېره څیړنې ښیې چې د تیلو د بیو تغیر د تیلو واردونکو هیوادونو پر اقتصادي ودې اثر غورځوي.
له اوپيک هاخوا روسیه هم د تیلو ستر صادرونکی هیواد ګڼل کېږي خو روسیه هم د اوپیک سازمان سره تفاهم لري، د راپورونو له مخې د روانې اکتوبر میاشتې پر ۵مه نیټه د سعودي په مشرۍ اوپیک سازمان او روسیې هیوادونو تر منځ وروستي جلسه کې دواړه خواوې په دې صلاح شوي چې د تیلو صادرات د ورځې ۲ میلیون بیرله کم کړي تر څو یې بیې پورته او ډیره ګټه ترلاسه کړي. د همدې اعلان سره سم د یو بیرل خامو تیلو بیه له ۹۱ څخه ۹۳ ډالر ته ورسیدله.
- اروپا او په ځانګړي ډول انګلستان باندې یې اغیز
د تیلو بیو له زیاتېدو سره انګلستان ته انرژي قیمته تمامېږي او دولت یې مجبور دی چې د دولتي بانډونو پر مټ نور پور واخلي؛ کله چې بانډونه مارکیټ ته له تقاضا پرته خپرېږي نو واضح ده چې اخیستونکي یې ډیر نه وي؛ بیا نو دولت مجبورېږي چې د سود کچه یې زیاته کړي تر څو په بانډونو کې پانګوال پیداکړي خو دا کار بیا د انګلستان پر پاونډ منفي اغیز کوي او ارزښت یې کمېږي. بیا چې داسې حالت رامنځته شي نو د ۸.۱ سلنه انفلاسیون په شتون کې که پاونډ نور ارزښت له لاسه ورکوي د لومړنیو توکو بیې به کوم ځای ته رسېږي او په دوامدار ډول سره د بیو لوړېدل او د پاونډ لویدل Recession ته لار هواروي.
بل لور ته که له تیلو څخه د روسیې عاید یوازې له اروپایي هیوادونو وګورو نو تیر کال ۲۰۲۱ له مارچ تر جولایي کې روسیې له تیلو څخه ۵۰ میلیارده ډالر ترلاسه کړي وو او سږکال په همدومره وخت کې د جنګ باوجود یې له اروپایي هیوادونو د تیلو له خرڅلاو عاید نږدې ۹۰ میلیاردو ته رسیدلې دي. فلهذا اروپایي هیوادونه د جنک باوجود هم له روسیې پرته بل هیڅ مناسب او ارزان بدیل نلري چې تیل ترې واخلي.
اروپایي اتحادیې پریکړه کړې چې له روسیې څخه د تیلو بیو لوړوالي پر وړاندې د Cap Strategy خپله کړي؛ دوی داسې فکر کوي چې د یو بیرل تیلو لپاره نرخ ټاکو او له هغې لوړ یې نه اخلي. که چیرې روسیې ددوی د کېپ ستراتیژي له مخې تیل پر نه پلورل، دوی بیا پتېیلې چې د تیلو واردوونکو کارګو کمپینو باندې د بیمه پیسې معاف کړي تر څو د بیو لوړوالي اثرات د بیمې په ختمولو کم شي.
- د امریکا غبرګون
د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي د سعودي دا کار به حتما عکس العمل ولري خو تر اوسه واضح نده چې کوم غبرګون به وکړي. زما په اند څو غبرګونونه کیدای شي. لومړۍ دا چې سعودي له امریکا څخه د نړۍ له نورو ټولو هیوادونو ډیرې وسلې اخلي، احتمال شته چې امریکا دې د وسلو خرڅول پر سعودي بند کړي؛ خو که امریکا داسې وکړي، سعودي کولی شي چې له روسیې یې نسبت په ارزانه واخلي.
دویم غبرګون د پیټروډالر د ختمیدو دی؛ د پیټروډالر له مخې هر هیواد باید تیل پر امریکایي ډالر واخلي، که چیرې امریکا پر ډالر د تیلو اخیستل منع اعلانوي نو یو ډول خودکشي به وي او پر نړۍ به د ډالر د راج ختمېدو پای وي. همدا اوس نږدې ۷ ټریلیونه ډالر د نړۍ ډیرو هیوادونو امریکایي بانکونو کې ذخیره کړي دي تر څو پرې د تیلو او نورو اړینو اجناسو سوداګرۍ لپاره وکاروي، که پیټروډالر ختم اعلانیږي، دا ۷ ټریلیون ډالره به په قوي احتمال روبل ته تبدیلیږي او د تیلو خرید و فروخت به مستقیم پر روبل ترسره کیږي لکه همدا اوس یې چې چین له روسیې اخلي.
اوس توپ د امریکا سره دی؛ د دوی غبرګون څه کیدای شي خو که له پورته دواړو احتمالاتو څخه یې یو غوره کړ؛ امریکا به خودکشي کړي وي او پر نړۍ به د ډالر راج د زوال پیل وي.
