د جماعت اسلامي هند ستر مبارز او داعي ملانا سيد جلال الدين عمري د اجل داعي ته لبيک وويل
مولانا عبد الصبور عباسی
انالله وانا الیه راجعون
په ډېرې خواشينۍ سره مو د امت دستر مبارز،داعي او محقق عالم د مړینې خبر ترلاسه کړ.
مولاناسید جلال الدین عمري ١٩٣٥ م کې تولد شوی،
د تحصیل دوران کې د جماعت اسلامی هند له افکارو نه متاثر شوی و او ورسره ملګری شوی و.
مناصب:
لس کاله د علیګړ د جماعت امیر پاتې شوی، د امارت سره،د علیګړ نه د چاپ کېدونکې یوې مجلې( زندګي نو) پنخه کاله د رئیس التحریر منصب هم ده سره و،هند کې د ډېرو علمي او تحقیقاتي ادارو غړی هم و
بیا مسلسل ١٦ کاله د کل هند د جماعت څلور دورې نائب امیر پاتې شو.
٢٠٠٧ م کې د جماعت د مرکزي مجلس شورا له خوا د کل هند د جماعت امیر منتخب وګرزېده
تر ٢٠١٩ یې دا مسؤلیت ترسره کړ
٢٠١٩ کې دې منصب ( امیرجماعت) لپاره دکتور سید سعادت الله الحسیني، منتخب شو.
تخصص:
مولانا د مروج دیني علم سره، د علیګړ پوهنتون نه انګلیسي ژبه کې هم څه ډګري درلوده.
مولانا جلال الدین عمري د اسلامي اجتماعیاتو برخه کې متخصص و،په دې اړه یې ډېرې لیکنې کړي دي.
د اسلام تهذیبي،تمدني، اجتماعي او سیاسي اړخ باندې یې وسیع مطالعه او تحقیقي نقطه نظر درلود
لیکلي کتابونه یې هم له همدې شعبو سره ارتباط لري.
د مولانا د غټو وړو کتابونو، شمیر تقریبا سلو ته رسي.
کله چې دهلي کې ورسره زما ملاقات وشو ،د خپلو کتابونو یو بسته یې راته هم ډالۍ کړه.
د کتابونو سلسله کې یو ډېر تحقیقي کتاب یې د امر بالمعروف او نهى عن المنکر په موضوع لیکل شوی دی.
د مولانا ډېر خواهش که داکتاب پښتو یا فارسي ته هم ترجمه شي.
مولانا د افغانستان باره کې دومره وسیع معلومات لرل، چې دهغه د تاریخ پوهنې او ټولنپوهنې څرګند دلیل و.
د جماعت اسلامي،هند قیادت، له پیل نه تر اوسه، د ډېرو سترو محققینو علماوو لاس کې پاتې شوی
مولاناابواللیث اصلاحي ندوي،مولاناسراج الحسن ندوي،مولانا جلال الدین عمري؛
دا درې واړه محققین علماء ول،چې د اسلام،تهذیبي او اجتماعي، اړخ باندې یې پوره ګرفت درلود.
د مولانا مزحوم بل خصوصیت دا و چې فرقه پرستۍ، تفرق فی الدین او مذهبي،تعصب نه پوره پاک و
د جماعت او دیوبند کوم اختلاف چې روان و،هغه د ده په کوښښونو په کامله توګه ختم شو.
أهل حدیث،بریلویان او ذاکر نایک سره یې هم حسنه روابط لرل، د ذاکر نایک صیب په چینل به یې درسونه هم ورکول.
د دغه رنګ علماؤ،تشه ډکول ډېر ګران کار دی.
چې دستار تړي هزار دي، د دستار سړي په شمار دي.
همدا راز، دغه رنګ علماؤ چې د قدیم ادبیاتو سره په جدیدو مسائلو هم مطالعه لري ډېر قیمتي وي
مولانا خو پرون وفات شو،خو د دغه شان خلکو ځای ډکول، ډېر ګران کار دی.
زما مولاناسره درې ملاقاتونه شوي ول.
مولانامې زیرک،دانا، یخ،با وقار، همدرد او وسیع المالعه شخص وموند.
مجلس یې تاثیر لرونکی او علمي و، دافغانستان په اړه یې پراخ معلومات درلودل،
یوه خاطره:
زه خو دهلي ته علاج لپاره تللی وم، مولانا د دومره مصروفیاتو سره رانه د مریضۍ پوره روداد واورید،بیا سکرتر ته و ویل:
مولانا کو جماعت کے ډاکټروں کے پاس لے جاؤ۔ما ورته و ویل :
مولانا زما هر څه تکمیل شوي، ويې فرمایل: د تسلۍ او لا اطمینان لپاره یې د جماعت ډاکټرانو ته معرفي کړئ چې دا د مولانا عمري میلمه دی،
حضرت سره زما د کتنې باعث هم دهغه وسیع علم، لیکنې او هندو ټولنه کې د دیني دعوتي کار مشکلات او د دوى حکمت عملي باندې پوهېدل ول.
د پوښتنو به سلسله کې د یوې پوښتنې په ځواب عجیبه جمله و ویله:
ہمارے ملک کی اکثریت کی اکثریت اچھے لوگ ہیں۔
میلمه پالنه:
د هغه دفتر کې زما دواړه ملاقاتونو کې هغه به لومړي،سر نه ویلي: کهانا همارے ساتھ ہوگا دواړه ملاقاتونو کې د مولانا صاحب له میلمستیا نه هم مستفید شو.
یوه،#هیله:
مولانامرحوم د قره قول خوله په سر کوله،زما ډېر خواهش و،چې د افغانستان نه یوه قرقولۍ ورته ولېږم،خو دا خواهش مې پوره نه شو.
زما خپل طبعیت:
زه د مسلکي تړاو نه پورته علماؤ سره محبت کوم،که د کوم عالم هر څه مسلک وي،چې زه مطمئن شوم چې عالم دی، محبت ورسره کوم
خو د فکر،عقيدې او فقهې د اخیستلو لپاره راسره خپل معیار شته< ښه یې اخلم ناکاره یې پرېږدم >د علمي، شخصیتونو توهین نه کوم.
مولاناهم دغه رنګ افکار لرل.
دعاء:
الله تعالی د مولانا عمري صیب د خپلو ملګرو سره وبخښي، فروګذاشتونه او تقصیرات د الله تعالی معاف کړي،درجات د ورته الله لوړ کړي،
کورنۍ دوستانو او ملګرو ته د الله تعالی صبر او اجر په برخه کړي،
