No-IMG

آیا کلکاني تر شاه شجاع، تره کي، کارمل، امین، نجیب، کرزي او غني احمدزي بد وو؟!

حبیب الله کلکاني ته د غله، لوټمار او ورته نورو غیر مناسبو نومونو کارول به څومره مناسب وي؟!

آیا کلکاني تر شاه شجاع، تره کي، کارمل، امین، نجیب، کرزي او غني احمدزي بد وو؟!

که چیري کلکاني همهغسي وو لکه برېن واشډ شویو او سیاسي ځیره خورو لیکوالانو چي انځور کړی؛ بیا به هم د خپل جرم په تناسب تر دغو نورو وطن پلرونکو با شرفه او کم مجرم وو، دا چي د نوموړي سره د غله توری یو ځای لیکل کیږي نو د نادر او د ده د وراره داؤد خان سره دي هم د غدر او خیانت توری اضافه شي، ځکه یوه پر قرآن ترسره شوی تعهد مات کړ او دوهم د خپل کاکازوی شاهي نظام په جمهوریت شاهي واړاوه او د کمونیستانو د پړسولو او حمایه کولو (ولو که ممکن په ناپوهۍ او سرټمبگۍ سره به هم وو) موجب شو...

دا خبره ځکه کوم چي تر کلکاني وروسته هیواد نږدې نیمه پېـړۍ د دیکتاتورانو په لاس کي وو، څومره پروپاگند ئې پر خلاف وشو، هغومره دروغ کتار شول چي د کلکاني غلاوي د عبرت نښي شوې او د نادر خان قسم بیا سیاست!

برعکس بیا وروستي وطن فروشان ستایل کیږي، ځیني تره کي او ځیني نجیب ته چکچکي کوي، ځینو خو لا ورستیو دوو ولسمشرانو ته د باباگانو درجې ورکړي...

دیکتاتور نادر خان چي د کلکاني سره کوم غدر او خیانت وکړ د هغه یادونه ولي څوک نه کوي؟!

زه د کلکاني سره چندان علاقه نلرم خو دا وایم چي نوموړی هم یوازي د خپلو تېروتنو په ارتباط باید محکوم شي؛ هغه نباید د لسیزو د دروغو او منفي پروپاګندو په تله وتلل شي، البته هغه مبصرینو ته هم حیران یم چي ځانونو ته ډول ډول القاب کاروي خو د انصاف معیار همغهو کسانو ورته جوړ کړی وي چی خپله په یو ډول نه یو ډول مجرم پاته شوي دي...

•  د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳ کلیزه دي ټولو آزادي غوښتونکو افغانانو ته مبارک وي.

نظر

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک