No-IMG

اصلي آزادي د فکر آزادي ده، د استدلال او مناقشې آزادي ده

اصلي آزادي د فکر آزادي ده، د استدلال او مناقشې آزادي ده، قرآن کريم د همدې ازادۍ پيغام نړۍ ته راوړی دی.

که څوک قرآن کريم ولولي نو وبه ويني چې قرآن کريم په مختلفو برخو کې د استدلال او مناقشې عجب ښکلي انځورونه د لوستونکو مخ ته ږدي، قرآن کريم ځای ځای د مخالفينو دليل چيلينج کوي او خپله خبره هم د عالَم ټولو مخالفينو مخ ته ږدي چې نقد يې کړئ، مثيل يې راوړئ، بدیل يې راوړئ، چيلنج يې کړئ، نُقص په کې پيدا کړئ، اختلاف او تضاد په کې پيدا کړئ...

کوم کتاب چې دغه ډول محتوی ولري، يقيناً چې د تعقل، تفکر او استدلال په حُريت نه دا چې باور لري، بلکې د حُريت اصلي دفاع همدا کتاب کوي. فکري آزادي د هرې آزادۍ اساس جوړوي، او قرآن کريم د همدې ازادۍ حامل او داعي دی.

پوهېږئ چې قرآن کریم انسانانو ته د استدلال، اعتقاد او تفکر ازادي ولې ورکوي؟

دا ځکه چې قرآن کريم په خپل ذات کې تر ټولو قوي منطق او معقول دلائل لري، که د ازادۍ ماحول موجود وي، نو بالاخره به په هر مخالف او مقابل فکر او منطق غالب او حاکم وي.

آزادي

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک