No-IMG

زهرجن، منفي تبليغات، يوازې د اسلامي نظام خلاف نه؛ بلکې د هر مسلمان خلاف ناروا دي

عجب خلک يو، فکر کوو زهرجن تبليغات يا منفي تبليغات يا تخريبي ليکنې يوازې نظام او خصوصاً د اسلامي نظام خلاف ناروا دي او لوی جرم دی!!

زهرجن، منفي او تخريبي تبليغات، يوازې د اسلامي نظام خلاف نه؛ د هر مسلمان خلاف؛ بلکې د هر بې ګناه انسان خلاف ناروا دي.

مسلمان هغه دی چې لاس، ژبه او قلم يې له تخريبي فعاليتونو بند وي او که يوه درجه پورته لاړ شو؛ خبره د واقعي ايمان په تړاو شي نو مؤمن بيا هغه دی چې د پورتني صفت ترڅنګ زړه او فکر يې هم له هر ډول تخريبي او منفي خبرو پاک وي او که خبره لا پسې مخکې لاړه شي او د تقویٰ په دائره کې وغږېږو، نو د تقویٰ تقاضا بيا دا ده چې آن د دښمن خلاف به هم د بې عدالتۍ خبره نه کوې.

د اسلام په سپېڅلي دين کې د آبرو، مال او ځان په حُرمت کې د شتمن، فقير، عالم، غير عالم، حاکم، محکوم، نر او د ښځې توپير نشته، په دې برخه کې ټول برابر يو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک