No-IMG

دا دويم ځل دی چې لورکۍ ته مې ځواب نه لرم!

لومړی ځل هغه مهال چې کوچنۍ لورکۍ مې تقريباً دوه کلنه وه او مور يې وفات شوه، هغه مهال مو کور پېښور کې و، څه وخت وروسته زه کابل ته راغلم، کور ته به مې تيليفون وکړ نو لورکۍ به مې پوښتنه وکړه چې پلار جانه! مور مې څنګه ده او کله راځي؟

زه به غلی شوم، هيڅ ځواب مې نه شو ورکولی. (هغې ته مو ويلي و چې مور يې په روغتون کې ده)

دويم ځل اوس ورسره مخ يم، رانه پوښتنه کوي، پلار جانه! زمونږ مکتبونه يې ولې بند کړي دي؟ او کله به خلاصېږي؟!

له ما سره بيا هم ځواب نشته، هيڅ ورته نه لرم.

که څوک ځواب لرئ، لطفاً مرسته راسره وکړئ!

بې_ځوابه_پوښتنې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

عبدالرشید

صبر کوه که مکتب بند دی مدرسه اومسجد خلاص دی په مکتب پسی دونه زړر مه لګوی هسی نه چه زما اوستا دلورکی نه هم ملاله یوسفزی جوړه شی۰

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک