No-IMG

شهید عبد العزيز جان

دَ چاٰ هَزار ځلَه کاٰتَه پَه کَتو نَه دي حِسٰاب

دَ چاٰ پَه یَو نظر کَتلُو کي دَ زرو خوند وي

دَ ګران شهید ورور عبدالّعزیز جان « دولت زي »

دَ شهادت لَسّم تلین پَه یَاٰد کي

شهید عبدالعزیز « دولت زی » د سمنګانو ولایت د حزب اسلامي د مخکښو مجاهدو څخه وُو چي د روسانو د یرغل سره سم د مجاهدینو په لیکو کښي خپل جهاد پیل کړ

شهید عبدالعزیز « دولت زی » د ډیرو اوصٰافو درلُودونکی وُو د شهید قاضي صٰاحب احمّدجاوید « مُسّلمیٰار »سّره اوږه په اوږه په میړانه جهاد وکړ او د یرغلګرو روسٰانو تر ماتي پوري یٔي خپله سلٰاح د اوږي څخه ښکته نه کړه

شهید عبدالعزیز « دولت زی » یو دینداره ؛ زړوَر او د غوره اخلاقو څښتن وُو

دَ یرغلګرو روسانو او کمونستانو پر وړاندي یٔي په لسهاوو عملیاتونو کي ونډه درلوده

شهید عبدالعزیز «دولت زی» د خپلو مجاهدینو وروڼو او د سمنګانو ولایت د خلکو پر منځ کښي ډیر محبوبیت درلُود خپل ژوند یٔي د خلکو د خدمت او ښیګڼو لپاره وقف کړی وُو

شهید عبدالعزیز « دولت زی » د سنګر په ټولُو مجاهدینو وروڼو باندي ګران وُو او همیش  د ده د خوږو خاطرو یادونه کیږي  

زه دَ ګران ورور شهید عبدالّعزیز جان شهادت د ده وروڼو ؛ کورني ؛ او د جهاد ملګرو لپاره یوه لُویه ضایعه بولم او خپل تسلیت د ده درني کورني ته وړاندي کوم

د شهید عبدالّعَزیز جان ځای دَ خپلُو ملګرو او دوستانو پر منځ کي د تل لپاره تش دی  

روح دي ښٰاد  یادونه دي زمونږ پَه زړونو کي تازه دي

یَاٰاَلله دَ ګران هیواد ټولُو سپیڅلُو شهیدانو ته جنتونه ورنصیب کړي؛ دَ تکلیفونو او ستونزو ؛ لوږو او تندو؛ مزلُونو او سّتړیاوُو؛ دردونو او کړاوُونو اجرونه په آخرت کښي ورکړي او د حق د لاري ټول مُجاهدین د بَدر او اُحُد د پاکو شهیدانو سره حشر کړی

اَلَّلَهُمَّ آمِیِّن یَاٰرَبَّ الّعَاٰلَمِیِّن

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک