مونږ او تاسو ټول په کورونو کې سپين ږيري لرو
دا سپين ږيری مې مشر تره دی، خوش طبع او ټوکي انسان دی.
زه يې بايد قدر وکړم او الحمدُ لله قدر يې کوم.
مونږ او تاسو ټول په کورونو کې سپين ږيري لرو، دوی جسماً کمزوري شوي وي، اشتهاء يې هم خرابه وي، خوراک نه کوي، بيرون چکر ته هم نه شي وتلی، همزولي يې يا وفات شوي وي او يا هغوی هم په خپلو کورونو کې په اصطلاح خانه نشين شوي وي، يوازينی شی چې دوی يې آرزو او اشتهاء لري، هغه بنډار او مجلس دی، زه مې چې کله هم کاکا سره کېنم نو قصداً يوه موضوع چېړم چې دی په خبرو راشي، ټوکې ورسره کوم، خندوم يې چې کله له زړه وخاندي سخت خوند راکوي.
کله يې چې موډ ډېر خراب وي بيا ورته وايم، کاکا جانه! ولا هسې سپين ږيری ښکارې، ګنې تر ما به ډېر مشر نه يې، همدا لس دولس کاله به رانه مشر وې، بس سره همزولي يو، که داسې نه ده؟
نو وخاندي، وخاندي او بيا وخاندي... بيا راته قصه شروع کړي چې ته پيدا شوی وې بيا مو دا کړي و او هاغه کړي و او چې کله لږ رالوی شوې خبرې دې کولې نو له کلي (وايګل) تر اګوک (هلته مو د کليوالو مالچر او بانډې دي) پورې پر اوږو وړی وې... چې زه ورسره په خبرو کې لږ ستړی شم نو بيا مې کشر ورور چې مسافر دی، هغه ته ويډيو کال کوم چې ورسره وغږېږي، کشر ورور ته مې تبليغي وايي، هغه ورسره بيا ديني او د تبليغ بحث پيل کړي.
کاکا مې په کلي کې تبليغيانو سره په تعلق کې پاتې شوی دی، جالبه دا چې د پيغمبرانو، پيريانو، پاچايانو، وليانو او ملايکو داسې نادرې قصې يې زده دي چې که يې سړی يې وليکي نو سم د تخيلاتي قصو نادر شاهکار به ترې وړ شي.
رب متعال دې ورته ښه صحت په برخه کړي.
اللهم آمين
عکس تقريباً وړاندې نورستان کې اخيستل شوی دی.
