No-IMG

د زینب رضی الله عنها د خاوند ابوالعاص د مړ کېدو انځور

په ادبي او هنرې ژبه

ابوالعاص په خپله بستره کې پروت دی، احساسوي چې په لړو کې ژوند کوي، نه په ژوندیو کې او نه په پاتې شونو کې حساب دی، ترې چاپېره خلک ویني او په عین وخت کې هغه ملګري هم ویني چې په تلپاتې سفر ترې تللي دي. د هغې امامه لور، حسن او حسین ترمنځ يې توپير نشته چې په اننګیو یې اوښکې بهیږي او هغه دواړه ورته له درد نه په ډک نظر ورګوري، علي بن ابي طالب پرې ورټيټ شوی دی په ډېر لطافت يې پوښتي چې صحت يې څنګه دی.

ماضي یې له حاضر سره ګډه شوې ده، مړي له ژوندیو او ژوند له مرګ سره ګډ شوی دی، په وجدان کې یې د فاطمې غږ وشرنګېده، علي بن ابو طالب ته سپارښتنه کوي او خپل روح خدای ته سپاري، ورته وایي د زینب خوږه لور دې د هغې له مړینې وروسته په نکاح کړي، دې غږ ورته انرژي ورکړه، مړاوې سترګې يې راپورته کړې، په امامه او علي یې نظر وکړ، دا هیله يې په زړه کې رازرغونه شوه چې له مړینې مخکې علي له امامه سره واده وکړي. دا فکر يې ژر ویلي شو چې یادونه ترې سر ووهي. هغه شيبه وریاده شوه چې له خپلې مور هالې سره د خپلې ترور خدیجې کور ته د زینب په جرګه پسې روان دی، په بستره کې پروت دی د ارام احساس یې وکړ، که څه هم ساه يې لنډه لنډه کیږي او حرکتونه یې ضعیف دي

.

سترګې یې په هغه غاړکۍ ولګېدې چې د امامه په غاړه وه، دا د خدیجې غاړکۍ وه، زینب ته یې د واده په شپه ورکړې وه. خپله ترخه خاطره وریاده شوه، تندی یې ترش کړ، امامه مور نه لري چې تلپاتې غاړکۍ ورکړي، په زړه کې يې وګرځېده چې د امامې له واده نه مخکې په تلپاتې سفر روان دی، نو ستونی یې وچ شو.

غاړکۍ نور یادونه هم راتازه کړل، د بدر ورځ وریاده شوه، د مسلمانانو په لاس بندي شو. دا ورځ هيڅکله نه شي هېرولی، که په دغه ورځ د قریشو د نورو مشرانو په څېر وژل شوای وای، نو په کفر به مړ وای، خو الله تعالی په اسلام عزتمن کړ، لار يې وپېژندله او په حقه لار روان شو.

په زړه کې يې د حکیم بن حزام غږ انګازې وکړې، هغه سوګند خوري:  په هغه ذات سوګند چې د بدر په ورځ يې وژغورلم، دا لوی سوګند دی، د دې جلال یوازې هغوی ته معلوم دی چې د مسلمانانو له تورو روغ وتلي دي، څوک چې یې په تورو ووژل شول هغوی الله وشرمول، نه شي کولای چې الله ته د شکر په سجده پریوځي، خو ټول حواس يې په سجده پراته دي، او ټول غړی يې تسبیح وايي.

غاړکۍ بېرته راورګرځېدله چې عقل یې مشغول کړي؛ زینب يې د فدیې لپاره د خپلې مور غاړکۍ ورولیږله، کله چې رسول الله علیه السلام ولیدله، ډېر زیات یې زړه نرم شو، عظیم انسان خپله لویه مینه نه هیروي، په اغیزمن غږ يې وویل:

- که کولای شئ، نو بندی يې ازاد کړئ، او فدیه یې بېرته ورکړئ.

د ذهن په پرده يې د هغې ورځې یادونه رسم شول چې د قریشو مشران ورغلل او ده ته یې وویل:

- خپله ملګرې دې طلاقه کړه، د قریشو په هره نجلۍ چې لاس کېږدئ، درته يې په نکاح کوو.

زینبې د خپل پلار په رسالت ایمان راوړی و، هغه يې ريښتونی کړی و، خو ابوالعاص په خپل شرک پاتې و. د دین د اختلاف سربېره  يې بیا هم ورسره ډېره مینه لرله، نو ويې ویل:

- نه په خدای، زه مې له خپلې ملګرې څخه نه جلا کیږم او دا نه غواړم چې ددې په ځای دې بله قریشۍ راشي.

ډېره مینه یې ورسره لرله، که څه هم هغو شپږو کلونو سخت وزوراوه چې د دواړو ترمنځ اسلام بیلتون راوست، او هغه لږ کلونه تېر شول چې په زینب يې په بقیع کې خاورې واړولې. یوازینی شی چې له ده څخه غم کوي، دا دی چې دی هم ور روان دی، په څنګ کې به يې خښ شي.

په ډېرې سختۍ یې سترګې وغړولې، په حسن او حسین یې سترګې ولګېدلې، خپل زوی علي وریاد شو، هغه شيبې وریادې شوې چې عظیم نیکه به يې څنګه د مکې د فتحې په ورځو کې ځان پسې کینولی و، او څومره مینه یې ورسره لرله. که مرګ نه وای اخیستی، نو اوس به د خپلو ترور زویانو څنګ کې ولاړ وای، او د رسول الله علیه السلام د نبېرې پلار به و. د رسول الله علیه السلام د نسل په قطع کېدو ډېر دردمن دی.

ذهن ته يې د هغې ورځې یادونه راغلل چې زینب خپل ماشوم زیان کړ، د ماضي په هنداره کې ځان ویني چې له مدینې نه وروسته له هغې مکې ته روان دی چې رسول الله علیه السلام خلاص کړ، خوږې زینب ته ورغی، زړه یې ټوټه ټوټه کیږي، خو بیا هم ورته امر کوي چې غاړه غوټه دې راټوله کړه او پلار ته دې لاړه شه، نو هند بنت عتبه ورسره مخ شوه، ورته یې وویل:

- ای د محمد لورې، زه خبره شوې یم چې ته دې پلار ته ځې؟

- داسې څه نه غواړم.

- ای د کاکا لورې، داسې مه کوه، که توښې ته، یا سفر خرچې ته او یا مال ته اړتیا لرې چې پلار ته دې یوسې، نو زه دې دا ړتیا پوره کولای شم، له مانه مه شرمېږه، د نارینوو ستونزې ښځو ته نه شي راننوتلی.

هغې د زړه نه دا خبره ورته وکړه، خو زینب ووېرېده، منکره شوه، د حمزه ځېګر خوړونکې د خپل میړه ابوسفیان بن حرب نه زړه سواندې وه، ابوسفیان پسې ووت، زینب په ډولۍ کې وه، په ذی طوی کې يې رالاندې کړل، لومړی کس چې ورورسېده هباربن الوسود بن المطلب بن اسد و، په نېزه يې ووېروله، سپرلۍ وتورېده، زینب په ډبره راوغورځېده ماشوم يې زیان کړ، تر هغې يې خونریزي درلوده چې وفات شوه.

ابوالعاص قوي عزم وکړ چې له هبار نه غچ واخلي، رسول الله علیه السلام به هم خپلو چریکي ګروپونو ته سپارښتنه کوله چې له هبار نه لاسونه او پښې غوڅ کړئ، خو هبار د مکې له فتحې وروسته مدینې ته د رسول الله علیه السلام خوا ته ورغی، او خپل اسلام يې په ډاګه اعلان کړ. رسول الله علیه السلام وویل:

- اسلام پخواني ټول ګناهونه لمنځه وړي.

هبار خپل سر او وینه په اسلام وساتله.

ابوالعاص ته د خپل ژوند تر ټولو خوږه شيبه وریاده شوه، هغه شیبه چې د رڼا لار ته یې برابر کړ. د مکې له فتحې لږ مخکې شام ته د سوداګرۍ قافلې په مشرۍ لاړ، کله چې له خپلې سوداګرۍ فارغ شو، قافله یې مکې ته روانه کړه، په لاره کې د رسول الله علیه السلام له چریکي ګروپ سره مخ شو، د دې ګروپ مشري اسامه بن زید کوله، ټول قافله یې ونیوله، دی وتښتېده، د تورې شپې په زړه کې زینب ته ورغی، له هغې يې پناه وغوښته، هغې پناه ورکړه، کله چې رسول الله علیه السلام د سهار لمانځه ته راووت، تکبیر يې وکړ او خلکو هم ورسره تکبیر وکړ، زینب هم د ښځو له منځه غږ کړې:

- ما ابوالعاص ته پناه ورکړې ده.

کله چې رسول الله علیه السلام سلام وګرځاوه، خلکو ته یې مخ کړې، ویې ویل:

- ای خلکو ما چې څه واورېدل، تاسې واورېدل؟

- بلې.

- په هغه ذات سوګند چې د محمد نفس يې په لاس کې دی، زه پرې هیڅ خبر نه یم، همدا اوس خبر شوم، د مسلمانانو یو ادنی کس هم پناه ورکولای شي.

بیا رسول الله علیه السلام راوګرځېده، خپلې لور ته ورغی، ورته یې وویل:

- ای لورکۍ، درناوی یې وکړه، خو ورسره یو ځای کېږه مه، هغه ستا لپاره روا نه دی.

رسول الله علیه السلام هغه چریکي ګروپ ته استازی ولیږه چې قافله يې نیولې وه، ورته یې وویل:

- دا سړی له موږ څخه دی، تاسې يې مال نیولی دی، که ورسره احسان وکړئ او مال يې بېرته ورکړئ، زما خوښه همدا ده، او که ستاسې خوښه وه وي، نو دا د فئ مال دی، تاسې عام او تام حق لرئ؟

- ای د الله رسوله، بېرته يې ورسپارو.

مال يې وروسپاره. په بستره کې پروت دی، دې یادونو هیجانې کړ، په زړه کې یې د شهادت هغه کلیمه وشرنګېده چې په دغه ورځ یې په اغیزمنه لهجه ویلې وه، د هغې شیبې د ځينو اصحابو غږ اوس هم اوري چې ورته وايي:

- که مسلمان شې، او دا ټول مال واخلئ؟ د مشرکانو مال دی.

- دا به نو زما ډېر بد اسلام وي چې په خیانت يې پيل کړم.

مکې ته لاړ، ټولو قریشو ته يې خپله شتمني ورکړه، بیا يې وویل:

- ای قریشو، په ما خو به مو څه پاتې نه وي؟

- نه. الله دې د خیر بدله درکړي! ته وفادرا او عزتمن یې.

- نو زه ګواهي ورکوم چې له یو الله پرته بل معبود نشته او محمد د الله رسول دی. په خدای هلته د اسلام له رواړلو نه یوازې دې خبرې ایسار کړم چې تاسې به فکر وکړئ چې ما ستاسې مالونو ته چل جوړ کړی و، کله چې الله تعالی تاسې ته وسپارل، او ترې وزګار شوم، نو مسلمان شوم.

الله تعالی پرې لورینه وکړه چې د مکې له فتحې يې مخکې مسلمان کړ، له مهاجرینو څخه و، له (طلقاء) ازادو شویو څخه نه و . په شونډو يې نرۍ موسکا خپره شوه، ویني چې رسول الله علیه السلام، ترور يې خدیجه او خوږه زینب راغلي چې له ځان سره يې په تلپاتې سفر کې ملګری کړي، که څه هم بڼې يې درنې دي، اوږده ساه یې وویسته او د تل لپاره چوپ شو.

هغه انسان  ومړ چې رسول الله علیه السلام يې له اسلام نه مخکې او وروسته تزکیه کړې وه، خپل روح يې تسلیم کړ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک