چي کله خبره د انساني رویې او د اصلاح و نصیحت وي
چي کله خبره د انساني رویې او د اصلاح و نصیحت وي؛ او یا د شخصیت جوړوني او فکري تذکیز خبره وي!
هلته نو هیڅکله هم پر توده اوسپنه وار مه کوئ! انسان کومه اوسپنه نده چي تر گرمېدلو وروسته دي په ټکولو او وهلو په غالب کي راسي. انسان خو د غرور او غیرت نه ډک دئ؛ غصه ئې عقل ترې سلبوي؛ هغه بحث د خپل عزت نفس مسئله وگرځوي او بیا اکثراً د غوره دلیل پر وړاندي هم نه تسلیمیږي؛ که چیري په نه زړه ماته ومني نو بیا هم له کردار جوړوني نه محروم پاته کیږي!
که چیري تاسي رښتیا هم د خپل نفس د تسکین پر ځای د مخاطب د اصلاح کېدو غوښتنه لرئ؛ نو عین د بحث او مناقشې پر وخت پر نوموړي نیوکي مه کوئ! بلکي د مناسب وخت انتظار وباسئ!! د یو څو ساعتونو، د یو څو ورځو او یا حتیٰ د یو څو اونیو تېرېدلو وروسته به حتماً تاسي ته داسي موقعه په لاس درسي چي تاسي د هغه موقف په مناسبو دلائلو سره د تل لپاره بدل کړئ!!!
دا زده کړئ چي حکمت په خپل اصلي حالت کي همدا دئ چي تاسي دا درک کړئ چي کله باید چُپ پاته سئ؟ کله باید خبره وکړئ؟ څومره خبره وکړئ؟ او څنگه خبره وکړئ؟!
سو میں نے بات بدل دی گلے لگا کے اُسے
درست شخص ۔۔ غلط بات پر اڑا ھُوا تھا
ژباړه ====عظیم نامہ====
دعوت
