No-IMG

د خپلو سترگو (كتل) راكم كړي او خپل عورت وساتي

د قرآن کريم د نور په سوره کې الله تعالی حکم کوي:

قُل لِّلۡمُؤۡمِنِينَ يَغُضُّواْ مِنۡ أَبۡصَٰرِهِمۡ وَيَحۡفَظُواْ فُرُوجَهُمۡۚ ذَٰلِكَ أَزۡكَىٰ لَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرُۢ بِمَا يَصۡنَعُونَ(٣٠)  النّور

ژباړه:

اې پیغمبره! مؤمنانوته ووايه چي د خپلو ستگو (كتل) راكم كړي او خپل عورت وساتي، دا ورته ډېر غوره دی، يقيناً چې الله په هغه څه ښه خبر دی چې دوى يې كوي.

د دې مبارک آيت له محتوی دا مفهوم راوځي چې اې مؤمنانو! که په ټولنه کې مېرمنې لوڅ مخ يا د پردې په عدم اهتمام کې ګرځي، تاسو ته الهي حکم دا دی چې نه به ورته ګورئ، خپل ځان د خپلو سترګو په کنترول سره له ګناه وساتئ، دا کار ستاسو (د دنيا او آخرت لپاره) غوره دی، دا چې تاسو (ښځه او نر) څه کوئ؛ الله تعالی مو په نيتونو او کړنو خبر دی، يعنې حساب يې نيولی دی او د ذرې ذرې تپوس به يې خامخا کېږي.

البته د دې الهي حکم په مقابل کې زمونږ د نارينه طبقې عملي ځواب دا نه دی چې خدايه! ته مو رب يې، حکم دې په دواړو سترګو منو؛ نه به ورته ګورو، خدايه! توفيق راکړه چې ځانونه د سترګو په کنټرول له ګناه وساتو!

بلکې (د بني اسرائيلو په څېر د [لَن نَصبِرَ علیٰ طعامٍ واحِدٍ] په مصداق د الله تعالی پر وړاندې بې ادبي او څرګند بغاوت کوو، د حال او قال په ژبه خدای تعالی ته وايو چې مونږ نارينه دا کار نه شو کولای، خپلې سترګې نه شو کنترولولای، ځان له ګناه نه شو ساتلای، شهوت راباندې دومره غالب دی چې که ښځينه مو لوڅ مخ يا بې پرده وليدله نو پرې واقع کېږو....

لهذا لويه خدايه! معذرت غواړو، دغه د سترګو کنترولولو اړوند ستا فرمان نه شو عملي کولای، ښځينه طبقه دې په مخ نه راځي، که راغله او پرده يې هم نه وه کړې؛ که په ګناه کې اخته شو، نو پړه به يې پر دوی وي، مونږ نارينه ګناه‌کار ونه بولې، حساب راسره ونه کړې، دا چې مونږ سړي يو، په هر حال بايد جنت ته لاړ شو او ښځينه طبقه دې د خپلې بې‌پرده‌ګۍ د ګناه ترڅنګ زمونږ د ګناه پېټی هم په شا کړي او دوزخ ته دې داخلې شي، بس خلاص!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک