له دې کنډر نه انسان ماتیږي
د سقراط یو ګاونډی طبیب و، پاچا ته یې وویل چې سقراط په طبیبانو کې لومړۍ درجه طبیب نه دی، پاچا طبیب ته وویل، ته به راته دا څنګه ثابته کړې چې ته تر هغې ښه یې، طبیب وویل: زه به هغه ته زهر ورکړم او هغه به یې ماته، که هر چا د ځان علاج په خپله وکړ هغه لومړی مقام ګټلی دی، پاچا ورسره موافقه وکړه.
څلویښت ورخې وروسته، سیالي پیل شوه.
سقراطـ درې غښتلي کسان راوغوښتل، د طبیب په مخکې یې په لوښي کې اوبه واړولې، و هره ورځ به دې کسانو د طبیب مخې ته دا اوبه ټکولې.
د پېښې په ورځ سقراط د ګاونډې د زهرو جام په سر راواړوه، رنګ یې ژېړ شو، تبه پرې راغله خو ژر یې خپله درملنه وکړه، بیا یې د هغه زهرو ګیلاس طبیب ته ورکړ چې د ده په مخکې یې جوړ کړ، کله چې یې وڅښل ځای پر ځای مړ شو!
سقراط وویل:
پاچا صیب! ما یوازې تشې اوبه ورکړې، ما نه دی وژلی، بلکې خپلې وېرې مړ کړ!
په علمی توګه ثابته ده چې د هوسیو ځغاسته په یوـساعت کې ۹۰ کیلومتر او د زمري ۵۸ کیلو متره ده، خو له دې سره بیا هم د زمري له لوري ښکار کیږي
دا نو له ویرې پرته بل شی نه شي تفسیرولی.
" له داخل نه مات هیڅوک نه شي بریمن کولی، که هر څومره وسایل هم لري.
" او له داخل نه کامیاب هيڅوک نه شي ماتولی که څومره زمانه پرې هم واوړي.
