No-IMG

بیولوژي مه نظر اندازه کوئ!

تر بـلوغ وروسته په انساني جسم کي په فطري ډول د هارمونونو طوفان راپورته کیږي؛ دا هارمونونه نوی ځوان (مذکر/مؤنث) د نسل ډېـــرولو ته چمتو کوي؛ خو دا چي د نسل د زیاتولو ټولي حلالي او حرامي لاري چاري وتړل سي او تر دې وړاندي بیـــا د دغو طوفاني هارمونونو د تحریک کولو لپاره ټولینزي شبکې پراخ فعالیت کوي بیا نو یوازي د خدای ولیان له گناهونو ځان ساتلی سي.

"یا حلالي لاري آسانه کړئ! تر بلوغ سمدستي وروسته د نکاح په ترسره کولو سره...

یا نو حرام آسانه کړئ! او خپلو اولادونو ته د جنسي غریزو د اشباع په موخه د مخالف جنس سره د آزادو اړیکو ساتلو اجازه ورکړئ!"

پورته لیکل سوی عبارت د ډاکټر رضوان اسد خان وو؛ دا چي زموږ په ټولنه کي د کلتور، ناروا رواجونو او درنو ولورونو له امله زموږ ځوانان یا خارج ته د مزدوریو په نیت ځي او یا به څه موده وړاندي په تودو سنگرونو کي د لس پنځلس زره معاش تر لاسه کولو په موخه سرو مرمیو ته سپر ول؛ منکوحې ښځي به ئې په انتظار کي زړې سوې؛ ځوانۍ او ښکلاوي به ئې د سرپرستانو د ناروا غوښتنو قرباني سوې؛ په همدې ټولنه کي د داسي پېښو شاهدان یو چي تر نکاح وروسته زوم په داسي حالت کي تری تم(لادرکه/وژل) سوی چي لومړی معاش ئې هم نه دئ ترلاسه کړی؛ داسي کسان موجود دي چي کلونه ئې د نکاح تېر سوي او په پای کي ئې ښځه بیرته په زور ورباندي طلاقه کړېـده چي په فقر ځپلي هیواد کي ئې دروند ولور نسو پیدا کولی... دا چي افغان مسلمان او باحیاء قوم دئ؛ او حوصلې ئې لکه غرونه هومره ستري دي؛ که دومره فاحشي تېروتني په بله ټولنه کي عامي وای نو تاسي به د هغې ټولني بدمرغي او بې حیایي لیدلې وای...

د تره کي اووم نمبر فرمان د همدغو ظلمونو آپډېټ سوی ورژن وو؛ نوموړي د کمونیزم د انصاف په چاړه د ټولني یو بل اړخ وځپی؛ د دې پر ځای چي عدل وکړي د خپلي فرسوده ایډیالوژۍ عادت مطابق ئې د ظالم تر څنگ مظلوم هم ټکوی؛ د جاهل انصاف همدا وي...

د اسلامي دولت یو اساسي کار همدا دئ چي نکاح آسانه کړي؛ البته په ظلم سره نه؛ هسي نه د مېرمنو حقوق وځپي؛ خو داسي لاري چاري ولټوي چي نکاح آسانه سي؛ مثلاً ټولني ته طبقاتي قوانین وضع کړي؛ د هر چا سره د هغه د وس او حیثیت مطابق معامله وسي؛ خیریه بنسټونه دي جوړ کړي؛ تر ټولو لازمه دا چي پراخ مثبت تبلیغات وکړي؛ د منبـــر و میډیا له لاري هر هغه څه نقد سي چي د عام عرف او اسلامي قانون خلاف روان وي؛ هغه خلک وستایل سي چي په دې لاره کي ټولني ته خدمات وړاندي کوي... د کونډیانو د بیا نکاح لپاره دي کار وسي؛ زموږ ټولنه ولي د هندوانو پر نقشِ قدم روانه ده چي د کونډي نکاح عار او پېغور بولي؟! هغوی(هندوان) د کونډي پر ناروا اړیکو سترگي پټوي خو د حلالي اړیکي جواز نه ورکوي!

هغه خلک چي نکاح ته خنډونه واقع کوي؛ هغوی دي د غیرت خبري نه کوي؛ که الله مکړه په کورنۍ کي ئې کومه شرمېدلې پېښه ترسره کیږي همدوی به ئې سبب وي!

زه خو وایم که چيري اسلامي دولت داسي کوم مجرم/مجرمه په سزا کوي چي گناه د نکاح د ځنډ په سبب ترې سوې وي؛ تر دوی وړاندي ئې باید هغه سرپرست په درو ووهل سي چي دې اړخ ته ئې یا پاملرنه نه ده کړې او یا ئې په ظلم سره د هغوی د نکاح پر وړاندي خنډونه جوړ کړي وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک