No-IMG

اوس د مسلمانو هیوادونو د قسمت فيصلې په ټاکنو نه بلکي په فوځي چاوڼيو کي ترسره کیږي

مولانا سید ابوالاعلیٰ مودودي

 

"د اسلامي نړۍ په فوځونو کي ډېر ژر دا احساس پیدا سو چي د دولت اصل بار د دوی پر اوږو پروت دئ؛ دې احساس ډېر ژر فوځي جنرالان د سیاست میدان ته راوستل او بیا ئې د پټو سازشونو له لاري د حکومتونو د تختو د چپه کولو او د خپلو دولتونو د جوړولو کیسې پیل کړې؛ اوس د مسلمانو هیوادونو لپاره د دوی خپل فوځونه د مصیبتونو لامل گرځېدلي؛ د دوی کار اوس د بهرنیو دښمنانو پر خلاف جگړه نه بلکي اوس دوی خپل هیوادونه فتح کوي؛ او کومي سلاوي چي ئې هیوادوالو دوی ته د هیواد ساتلو په موخه ورکړي وې؛ په همهغو سلاوو دوی اوس خپل ملتونه غلام ساتي؛ اوس د مسلمانو هیوادونو د قسمت فیصلې په ټاکنو او پارلمانونو نه بلکي په فوځي چاوڼیــو کي ترسره کیږي؛ د دوی له جملې چي ئې هر یو راځي نو د ”انقلابي زعیم“ په صفت راځي؛ خو چي کله رخصیت کیږي نو د ”خائن او وطن فروش“ په صفت ځي.

له شرقــه بیا تر غربــه ډېری مسلمان ملتونه اوس فقط کتونکي دي؛ د دوی د چارو په اداره کولو کي اوس د دوی هیڅ ونډه او رأیــه شامله نده؛ د دوی له خبرېدو پرته په تیاره کي د انقلابونو(کودتاوو) برنامې جوړیږي؛ او یوه ورځ یو په یوه د دوی پر سرونو را نازلیږي."

مولانا سید ابوالاعلیٰ مودودي رحمه الله

تفهیمات درېیم

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک