No-IMG

عجیب ایمان او باور ئې دئ چي پر هره خبره الحمد لله وايي؛ مونږ څومره ناشکره یو

په دې ویډیو کي د یوې سپين سرې مېرمني د خبرو لنډیز:

"زما خاوند فلج دئ؛ خو الحمد لله"

"بې اولاده یم؛ خو الحمد لله"

"دا زمکه کرَم؛ که څه هم د کرايې زمکه ده زما نده؛ خو الحمد لله"

"پوروړې یم؛ خو د حاصلاتو تر لاسه کولو پوري ئې وخت راکړی؛ الحمد لله"

"الله دي مي له حرامو وساتي؛ یوازي د حلالو غوښتونکې یم؛ الحمد لله"

(ځوان ډالۍ ورکړي)

دې فکر وکړ چي یو څو دیناره به وي؛ خو چي کله لفافه خلاصه کړي نو حیرانه پاته سي؛ وايي:

"سهار پر درې بجې مي رب ته دعاء وکړه چي حلاله روزي راکړي؛ تر څو خپل پور پرې اداء کړم؛ خدای ته را واستولې؛ الحمد لله"

د خوښۍ له اوښکو سره سجده وکړي؛ عجیب ایمان او باور ئې دئ چي پر هره خبره الحمد لله وايي؛ څومره ناشکره یو!

الله تعالی دي موږ د نعمتونو شاکر وگرځوي. آمین

اَللّٰہُ أَکْبَرُ کَبِیرًا وَالْحَمْدُ لِلّٰہِ کَثِیرًا وَسُبْحَانَ اللّٰہِ بُکْرَۃً وَأَصِیلًا.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک