مصر په اقتصادي لحاظ له بدترین بحران او اقتصادي رکود سره مخ دئ
عبدالفتاح السیسي وايي:
"زه تیار یم چي د مصر لپاره د ډوډۍ پر څلورمه برخه گزاره وکړم."
تر دې وړاندي سیسي اعلان کړی وو چي کوم مصری تر ۲-دوه اولادونو زیات زېږوي هغه د گناه مرتکب کیږي؛ دا ځکه هغه د خپل هیواد د اقتصادي وضعیت د غوښتنو خلاف عمل کوي.
د مصر فوځ چي عربانو ته ئې د تاریخ تر ټولو ستر شرمونه راوړي؛ تل ذلیل سوي؛ اسرائیل ئې په یوه شپه د هوايي ځواک ټولي جنگي طیارې بمبارد کړې او چي کله د مصر د هوائي ځواک مشر څاښت مهال د شرابو له نشې را په سد سو او مصر ئې په داسي حالت کي ولیدی چي هیڅ یوه طیاره نسته؛ نو هملته ئې ځانوژنه وکړه... د عرب اسرائیل جنگونه په ځانگړې توگه شپږ ورځنۍ جگړه Six day War دوی وبایلله؛ دا ځکه امریکا منځگړیتوب وکړ او مصر بیا د امریکا پر وړاندي د رأیي د اظهار جرأت نسي کولی؛ د دغو واقعاتو د تفصیل لپاره باید تاریخ وکتل سي...
مصر په اوس وخت کي ۴۰۰-ملیارده ډالر پوروړی دئ؛ اوس هم مصري دولت له آی اېم اېف نه د پور اخیستلو په موخه له دوی سره په مذاکراتو اخته دئ؛ مصر په اقتصادي لحاظ له بدترین بحران او اقتصادي رکود سره مخ دئ؛ په ۲۰۱۱م کي د محمد مرسي د حکومت پر وخت مصر ۵۴-ملیارده ډالر پوروړی وو؛ تر اوسه یوازي د سږ کال لپاره دولت د ۷۴-میلیارده ډالر پور اخیستلو اعلان کړی؛ په ۱۱ کلونو کي پورونه ۸%فیصد زیات سويدي؛ زیات پور د مخکینیو پورونو د درنو سودونو د اداء کولو په موخه اخیستل کیږي؛ هر مصری تر اوسه ۳۹۰۰-ډالر پوروړی سوی؛ گراني هغه کچي ته رسېدلې چي هره ورځ ۲۴-مصریان ځانوژنه کوي.
په هر هیواد کي چي فوځ بلواسطه او یا بلاواسطه حاکم سي؛ د هغه حالت به همداسي وي؛ په مصري سیاست کي فوځ تل مستقیم مداخلت کړی او بیا ئې خپله دیکتاتوري د کوم متقاعد فوځي جنرال په مټو بلواسطه مخته بېولې؛ د محمد مرسي سره د فوځ د اختلاف همدا کیسه وه؛ په وروستۍ ورځ هم نوموړي ته د امریکا سفیره، د فوځ یو څو جنرالان او د کوم عربي هیواد د بهرنیو چارو وزیر د اخطار ورکولو په موخه ورغلي ول؛ خو مرسي تر تسلیمۍ زندان ته ترجېح ورکړه...
په هر صورت! د مصر فوځي جنرالان د نظامي فعالیتونو پر ځای د ځانونو لپاره سیاسي، اقتصادي او تجارتي پلانونه جوړوي او عملي کوي ئې؛ هر جنرال ئې ملیونر سو خو د عوامو وضعیت ئې ډېر خراب دئ؛ د دوی د تجارتي او اقتصادي کارونو حالت داسي دئ چي کله یو غیر نظامي دولت راسي لکه د مرسي؛ دوی هغه دولت د اقتصادي بندیزونو پر مټ هم راپرځولی سي؛ د محمد مرسي پر وخت هم فوځ ټول ستر شرکتونه وتړل، اقتصادي وضعیت خراب سو؛ له دولته خلک ناراض سول او فوځ همهغه خوابدون ته هوا ورکړه؛ لاریونونه ئې پیل کړل چي وروسته ئې د همهغو لاریونونو د حمایت تر عنوان لاندي پر منتخب حکومت کودتا وکړه؛ او د نظام مشران ئې زندانونو ته واستول؛ البته دا یو ستر حقیقت دئ چي دوی هیڅکله د سیاست او اقتصاد د میدان خلک نه دي؛ نو ځکه هم د نړۍ په تاریخ کي فوځي رژیم ملت نه دئ سوکاله کړی...
تاریخ
