د مکې فتحه - څلورمه برخه
(( په دې برخه کې به له حاطب بن ابی بلتعه سره د کړي کار په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم چلند ووینئ، له هغې سر بېره به دا هم ولولئ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره زوی ابوسفیان بن الحارث له شل کاله دښمۍ وروسته رسول الله علیه السلام ته راځي چې مسلمان شي، رسول الله علیه السلام ورسره څه کوي؟))
رسول الله _ﷺ_ ته يې ليک راوړه، رسول الله _ﷺ_ حاطب راوغوښت، عمر ورسره ناست دی، ورته يې ليک وښود او ويې ويل:
ــ دا ليک پېژنې؟
ــ بلې.
عمر په جديت وويل:
ــ ای د الله رسوله پرې مې ږده چې سره يې له تنې جلا کړم سړی منافق شوی دی.
حاطب وويل:
ــ په الله چې په کومه ورځ مې په الله او د هغه په رسول ايمان راوړی دی، نه مرتد شوی يم او نه اوښتی يم.
عمر ورته له تاوه په ډک نظر وروکتل او ويې ويل:
ــ الله دې برباد کړه! ښه ويني چې رسول الله _ﷺ_ په لارو څارونکي ټاکي او ته قريشو ته ليک استوې؟
حاطب وويل:
ــ له کومې ورځې چې مسلمان شوی يم، کافر شوی نه يم، له کومې ورځې چې راته نصيحت شوی غلا او ټګي مې نه ده کړې او له کومې ورځې چې له قریشو جلا شوی يم، د هغوی خبرو ته مې مثبت ځواب نه دی ويلی.
عمر نور هم په غوسه شو، ويې ويل:
ما پرېږده چې څټ يې ووهم.
رسول الله _ﷺ_ خپل استازي حاطب بن ابی بلتعه ته چې مقوقس ته يې ليږلی و په مهربانۍ کتل او عمر ته يې وويل:
ــ دا خو بدري دی او عمره ته څه خبر يې چې الله د بدريانو په اړه ويلي: (( څه چې کوئ ويې کړئ، ما درته بخښنه کړې)).
او حاطب وويل:
- د الله رسوله، زه په قريشو کې بې لاسه او بېوسه وم، زما مور په مکه کې ده او ما غوښتل چې زما له مور نه ساتنه وکړي، دا کار مې د مسلمانېدو څخه وروسته د کفر په اساس نه دی کړي، او په دې ښه باوري يم چې الله پرې خپله ټکه راپرېباسي او زما ليک ورته هيڅ ګټه نه شي رسولی.
رسول الله _ﷺ_ حاضرينو ته وويل:
ــ ده درته رښتيا وويل، په اړه يې ښه خبره وکړئ.
د عمر سترګې له اوښکو راډکې شوې، او الله تعالی يې په اړه وحې وکړه: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُمْ مِنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ ۙ أَنْ تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ إِنْ كُنْتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِي سَبِيلِي وَابْتِغَاءَ مَرْضَاتِي ۚ تُسِرُّونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَأَنَا أَعْلَمُ بِمَا أَخْفَيْتُمْ وَمَا أَعْلَنْتُمْ ۚ وَمَنْ يَفْعَلْهُ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ ﴿1﴾ إِنْ يَثْقَفُوكُمْ يَكُونُوا لَكُمْ أَعْدَاءً وَيَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ وَأَلْسِنَتَهُمْ بِالسُّوءِ وَوَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ ﴿2﴾ لَنْ تَنْفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ وَلَا أَوْلَادُكُمْ ۚ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَفْصِلُ بَيْنَكُمْ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿3﴾. الممتحنه سورت.
((ای مومنانو، که زما به لار کې او زما د خوښۍ د تر لاسه کولو لپاره جهاد ته راوتلي ياست، نو زما دښمنان او خپل دښمنان دوستان مه نيسئ(په داسې توګه) چې دوی ته د دوتسۍ پيغام ولېږئ، حال دا چې هغوی د هغه څه نه چې تاسې ته له حق(دين) څخه راغلي منکران دي او رسول او تاسې، د دې له کبله چې پر خپل رب، الله مو ايمان راوړی، (ستاسې له کورنو او ټاټوبو څخه مو) باسي. په پټه دوی ته د دوستۍ پيام لېږئ، حال دا چې زه په هغه څه چې تاسې يې پټوئ او هغه څه چې ښکاره کوئ يې ښه پوه يم. او څوک چې ستاسې څخه دغه کار وکړي، بې شکه سمه لار يې ورکه کړې ده* که (دغه کافران) پر تاسې برلاسي شي، ستاسې سره به دښمنان وي او خپل لاسونه او ژبې به پرتاسې په بدۍ سره اوږدې کړي، او هيله کوي چې تاسې هم کافران شئ* ستاسې خپلوان او ستاسې اولاد، به هېڅ تاسې لره د قيامت په ورځ هيڅ ګټه ونه رسوي، الله به ستاسې ترمنځ پرېکړه وکړي، او الله د هغه څه چې تاسې يې کوئ ښه ليدونکی دی)).
په مدينه باندې يې ام مکتوم سرپرست وټاکه، د هجرت په اتم کال د رمضان په اتلسمه شپه له مدیني څخه روان شو، د مهاجرينو شميره اوه سوه جنګيالي و چې درې سوه اسونه ورسره و، انصار څلور زره تنه و چې پنځه سوه اسونه وروسره وو، مزٍينه زر تنه و چې سل تنه يې اسپوران وو، اسلم څلور سوه تنه و چې ديرش ورسره اسپوران وو، جهينه اته سوه تنه و چې پنځوس يې اسپوران وو.
رسول الله _ﷺ_ د اسونو په روزلو ډېر ټينګار کاوه، الله تعالی مسلمانانو ته امر کړی و چې ددښمن له پاره د جنګ پوره تياری ونيسئ، څو پرې د الله دښمنان وويروي، مسلمانانو خپله شتمني د اسونو په روزلو او د وسلو په رانيولو کې ولګوله. او دغه دی اوس د اسونو پر شا مکې ته روان دي، ګوندې په غښتلو کلاګانو کې دي.
قتاده او ملګري ېې مدينې ته راستانه شول، د محکم او د عامربن الاضط ترمنځ شوې کيسه ورته وشوه، رسول الله _ﷺ_ محکم ته وويل:
ــ وروسته له هغې دې وواژه چې ويې ويل زه مسلمان يم؟!
نو محکم وويل:
ــ ای د الله رسوله، که مې ورته زړه هم ورڅېرې کړی و، نو پرې پوهېدم چې څه په کې دي.
ــ نه دې هغه څه ومنل چې هغه وويل او نه په هغه څه پوهېدې چې په زړه کې يې و.
ــ ای د الله رسوله، ماته بخښنه وکړه.
ــ الله دې درته بخښنه نه کوي.
پاڅېده خپلې اوښکې يې په خپل څادر پاکولې چې الله تعالی يې په اړه وحې وکړه: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَتَبَيَّنُوا وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقَىٰ إِلَيْكُمُ السَّلَامَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فَعِنْدَ اللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ ۚ كَذَٰلِكَ كُنْتُمْ مِنْ قَبْلُ فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿94﴾النساء سورت. (ای مومنانو کله چې د الله په لاره کې لاړ شئ نو ښه ځير شئ او هغه چاته ( چې د خپلې مسلمانۍ ښودلو لپاره)تاسې ته سلام اچوي مه واياست، ته مومن نه يې(حال دا چې) د پناه کېدونکې دنيا مال او متاع غواړئ، نو د الله سره زيات غنيموتونه شته. تاسې هم پخوا همدغسې وئ نو الله پر تاسې احسان وکړ نو اوس ښه ځير شئ بي شکه الله په هغه څه چې کوئ يې ښه خبر دی
ابوسفيان بن الحارث بن عبدالمطلب د رسول الله _ﷺ_ رضاعي ورور و، د بعثت نه مخکې د رسول الله _ﷺ_ ډېر ملګری و، د زبير بن عبدالمطلب او ابوطالب له مړينې وروسته ابوسفيان د بني هاشمو شاعر و. کله چې الله تعالی، محمد _ﷺ_ د خلکو لپاره د رحمت په توګه راولېږه، نو ابوسفيان بن الحارث د خپل تره زوی سره دښمني راواخيسته. او تر نورو قريشو يې زيات وزوراوه.
ابوسفيان بن الحارث به قران ته غوږ نيوه، او خپله کينه به يې روزله، د الله رسول ته به يې کنځلې کولې، او د قريشو په ملتيا په هره جګړه کې د خپل تره زوی په وړاندې ودرېد. د حکيم ذات اياتونو يې روح واهه او په خپل زړه کې په دې ډاډه و چې د ده شعر کله د قران اعجاز ته رسېدلی شي، د محمد له منځه وړل يوازينۍ لاره ده چې په قبيلو او موسمي بازارونو کې يې غږ غلی شي.
رسول الله _ﷺ_ د ابوسفيان بن حرب واکمنۍ او د شعر هغه ماڼۍ ته ستر ګواښ و چې ابوسفيان بن الحارث يې مخکښ و، ټول يې په وړاندې ودريدل، يوازې يې خپلې ګټې په نظر کې نيولې وې.
کلونه تېر شول او د ابوسفيان بن الحارث نفوذ ورځ تربلې کميږي، خو د تره زوی يې د دې پر عکس لوړيږي، کله چې به ځانته شو، له خپل ځان سره به يې حساب کتاب شروع کړ، په پای کې به دې نتيجې ته ورسېده چې دا په ناحقه او د تره زوی يې په حق دی. زړه يې وايې چې مدينې ته لاړ شه او د نورو قريشو په څېر خپل اسلام اعلان کړه، خو کينه به يې مخې ته ودرېده او له سمې لارې به يې راستون کړ.
يوه ورځ وتوانېده چې پر حسد برلاسی شي او په خپل سر کښه نفس زورو وشي، خپل زوی يې له لاسه ونيوه او نېغ رسول الله _ﷺ_ ته روان شو. دوی په لاره و چې د ترورزي"د عاتکې بنت عبدالمطلب زوی" د مومنانو د مور ام سلمه مېرني ورور اميه بن المغيره سره مخ شو، ابوسفيان بن الحارث ورته وويل:
ــ چېرته؟
ــ د الله رسول ته ورځم چې د حق ګواهي ورکړم.
دا هم د رسول الله _ﷺ_ په وړاندې د سر سختو کسانو څخه و چې رسول الله _ﷺ_ ته يې ډېر کړاونه اړولي و، عبد الله بن اميه ابن المغيره ورته په مکه کې وويل: (( په خدای تر هغې درباندې ايمان نه راوړم څو دې اسمان ته زينه نه وي ايښودې او پرې ختلې نه وې او زه درته ونه ګورم، له ځان سره کتاب راوړي څلور ملائکې پرې شاهدي ورکړي چې ته د الله رسول يې)). په رسول الله _ﷺ_ يې ډېرې ملنډې وهلي او ملنډې يې ډېرې ترخې هم وې، تر دې چې رسول الله _ﷺ_ به د خوښيو پرمهال هم نه شوې هېرولی. د ابوسفيان بن الحارث غندنه هم ډېره سخته وه، او ډېر ځله به د رسول الله _ﷺ_ زړه راتنګ شو.
ابوسفيان بن الحارث، زوی يې او عبدالله بن اميه بن المغيره د مسلمانانو د لښکرو سره د ابواء په سيمه کې مخ شول، د رسول الله _ﷺ_ سره يې د ليدو غوښتنه وکړه، اجازه ورنه کړل شوه، ابوسفيان وويل:
ــ په الله يا به اجازه راکړی شي او يا مې زوی له لاسه نيسم، په خپله مخه ځم پرېږده چې له لوږې او تندې مړ شم.
علي بن ابي طالب د خپل تربور ابوسفيان بن الحارث سره مخ شو، او عبدالله د مومنانو مور ام سلمه ته ورغی ترې غواړې چې په اړه يې د رسول الله _ﷺ_ سره خبرې وکړي، کله چې رسول الله _ﷺ_ کور ته ورغی ام سلمه ورته وويل:
ــ تربور او ترورزوی دی له نور خلکو بدبخته نه وي.
ــ هيڅ اړتيا ورته نه لرم. تربور خو مې راته هيڅ نه دې پريښي، او ترورزي راته په مکه کې هغه څه وويل چې ويې ويل.
علي بن ابي طالب خپل تربور ابوسفيان بن الحارث ته وويل:
ــ رسول الله _ﷺ_ ته مخامخ ورشه او هغه څه ورته ووايه چې وروڼو يې يوسف ته وويل: (( په الله سوګند دی بې شکه چې ته الله په موږ غوره کړی يې او بې شکه چې موږ تېروتونکي )). نو هغه نه غواړي چې د چا خبره دې د هغه له خبرې نه غوره او ښه وي.
ابوسفيان بن الحارث خپل تره زوی ته ورغی او هغه څه يې ورته وويل چې علي بن ابي طالب ورښودلي و. رسول الله _ﷺ_ ورته وويل:
ــ نن زما له خوا پر تاسې باندې کومه پړه نشته، الله دې تاسې وبخښي او هغه ښه لورونکی دی.
ابوسفيان بن الحارث د قريشو شاعر و، او په خپله يوه قصيده کې يې د رسول الله _ﷺ_ نه بخښنه وغوښته:
ستا په عمر مې قسم دی
چې په کومه ورځ به
پورته مې بېرغ کړ
چې د لات لښکر به مات کړي
د احمد واړه لښکرې
زه په شان د مسافر وم
چې وي شپې په سر اخيستی
اوس راغلی هغه وخت دی
چې په لاره برابر شم
او دا لاره را پيدا کړم
يو لارښود راته حق وښود
دا لارښود مې نفس نه و
هغه څوک و چې
شړلی مې له ځانه
او له وطن و
رسول الله _ﷺ_ په سينه کې وواهه او ورته يې وويل:
ــ تا زه له خپل ځانه او وطنه شړلی وم.
ابوسفيان خپله قصيده بشپړه کړه.
عبدالله بن اميه بن المغيره رسول الله _ﷺ_ ته ورغی خپل اسلام يې اعلان کړ. ابوسفيان بن الحارث به له شرمه رسول الله _ﷺ_ ته پورته نه کتل، هغه خو پوره شل کاله رسول الله _ﷺ_ په خپلو شعرونو کې غندلی و او په هره جګړه کې يې د هغه پر وړاندې توره راويستلې وه، خو رسول الله _ﷺ_ ورسره بيا هم مينه ښودله او ورته به يې ويل:
ــ هيله لرم چې د حمزه ځای ناستی شئ.
دوام لري.
