د انسان د حافظی ظرفیت ډیر پراخ دی
زلمی زابلي
هغه انسان چی ډیر عالم وی چی مونږاوس ورته نابغه هم وایو او ډیر زیات علم یی کړی وی ، د حافظی ظرفیت یی لس فیصده هم استعمال سوی نده یعنی تقریبا 90% حافظه یی خالی ده .
د بریتانیا ملی ارشیف چی د ۹۰۰ کاله را پدیخوا معلومات پکښی ساتل کیږی ، په 2010 م کال کی د هغه اندازه (70) تیرابایټو ته ورسیده خو دانسان حافظه له دری زره ( 3000 ) نیولی تر لس زره ( 10000) تیرابايټو د ساتلو او ذخیری ظرفیت لری.
په اوسنیو وختونو کی د انگلیستان د طب څیړونکو داکترانو ادعا کړی چه دانسان د حافظی ظرفیت د مخکینی ریسرچ او څیړنۍ د پایلو په نسبت ، لس برابره زیاته ده
دانسان مغز ، 70% اوبه ، 12% چربی یا غوړ ، او نوره فیصدی یی د پروتئین ، مالگه او هایدروکاربن څخه تشکیل سوی دی
یو نظر موجود دی چه تر 25 کلنۍ پوری د انسان د مغز حجرات د تکامل په حال کی دی وروسته له 25 کلنی دمغز حجرات دتکامل پړاو ته رسیږی
خو د انسان عقل بیا وروسته له څلویښت کلنۍ خپل پوخوالی ته رسیږی
طبی څیړونکی نظر لری چه دانسان بدن او مغز د 20000 شل زره کاله په اوږدو کی نسبت پخوا زمانی ته ، کوچنی سوی چه دانسان مغز دتینس د توپ په اندازه حجم دلاسه ورکړی چه څیړونکی تر اوسه ددی تغیر په اصلی علت هم نه پوهیږی، د نارینه جنس د دماغ حجم د اناث په تناسب لږ اندازه ډیر دی
یو معمولی شخص د ورځی د (50000 ) پنځوس زره څخه تر (70000اویازره پوری مختلیف فکرونه په دماغ کی کوی .
دانسان دماغ خپله د درد احساس نلری ولی د بدن دنورو غړو د درد داحساس لپاره عصبی رشتی لری چه موږ یی درد احساسولای سوو
د هر انسان مغز د ( 86 بیا تر 100) میلیارده عصبی حجری لری
چه د انسان د بدن د وزن یوازی 2% تشکیلوی
دانسان مغز د خوب په جریان کی هم فعالیت لری او انرژی مصرفوی
انگلیسی ساینس پوهانو او څیړونکو په دی اخرو وختونو کی د څیړنو وروسته نظر ورکړی چه د انسان دسن د پرمختگ په نتیجه کی زاړه عصبی حجری تخریب خو په عوض یی د ورځی تر 700 عصبی نوی حجرات تولیدیږی چه د هر انسان د دماغ په فعالیت ، غذا ، ورزش ، مطالعه او روحی روانی حالت پوری تړاو لری داڅیړنه ښکاره کوی چه د انسان دماغ د پنځه ویشت کلنۍ وروسته هم په ځینو حالاتو کی خپل تخریب سوی حجرات د سره تولیدکولای سی
دانسان دماغ د وینو درګونو څخه غنی دی یعنی که ددماغ د وینو رګونه په یوه امتداد سره وصل سی ممکنه ده تر 160000 یو سل شپیته زره کیلومتره پوری ورسیږی چه د ځمکی د کره په اطراف څلور واری راگرزیدلای سی
د انسان ددماغ د سلامتیا لپاره هره ورځ له پنځه تر اته گیلاسه اوبه چښل ، منظم ورزش ، خندا کول او ځان خوشحاله ساتل ، مثبت فکر کول ، بی ځایه منفی فکر او تشویش نه کول ، ددوستانو سره منظمه ناسته ، منظمه مطالعه کول ډیر گټور ثابت سوی دی
