No-IMG

له بده مرغه حیدر جان سره د ټولو کوښښونو ونه ژغورل شو!

خو یو مهم درس یې راکړ چې ژوند مهم دی، انسان که هر څومره کوچنی وي؛ ارزښت لري، مرګ که محسوس کړو؛ درد لري.

د احساس خاوندانو ته یې درس ورکړ چې د انسانانو ژوند درک کړئ، په خپلو ځانونو او خپلو کورنیو یې قیاس کړئ، نور په خپل هېواد کې له مرګونو تېر شئ او ژوند وژغورئ.

حکومت او افراد یې متوجه کړل چې ستاسې اصلي دنده انسان ژغورنه ده، نه د ژوند اخیستل.

باید له دې دردناکې پېښې درس واخلو، له تا ویلو او ما ویلو تېرېدل پکار دي، تېر په هېر، د راتلونکي لپاره په کلک عزم د هېواد او انسانیت خدمت پکار دی.

بلخوا که په هر نیت وي، له رښتیاو او واقعیت چې حتیٰ يو ټکی هم کم یا زیات شي درواغ ترې جوړېږي.

د خبر په انتقال او انتشار کې احتیاط، دقت او تبين شرعي أمر دی، مګر له بده مرغه مونږ ته دا شرعي أمر هیڅ ارزښت نه لري، ځکه ورته زمونږ مطلق اکثریت توجه نه کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک