د لوږې او فقر د له منځه وړلو لارې چارې
د لوږې او فقر د له منځه وړلو او عدالت قایمولو لپاره ډيرې لارې چارې شته، د بېلګې په توګه:
که د افغانستان د شااوخوا څلور سوه تنه سیاسي، قومي او مذهبي چپاولګرانو څخه ناقانونه ټولې شوې شتمنۍ و ګرزول شي او د یو سنجول شوي او شفاف مکانیزم له لارې و ويشل شي؛ نو کولای شي د افغانستان د شااوخوا درې یا درې نيم ميليونه اړمنو کورنيو لپاره د کوچنیو او متوسطو عایداتي منابعو او کاروبارونو تدارک پرې وشي او په دې توګه د افغانستان د شا او خوا څلويښت میلیونه نفوس له ډلې له دیرشو تر پنځه دیرش میلیونه وګړي ( د فقر تر کرښه لاندي) له لوږې بچ او په ټول هېواد کې معیاري غذايي امنیت تامین شي.
بدبختانه چې څلور سوه غلو او لوټمارانو د پوره څلویښت میلیوني ملت هرڅه تروړلي دي او له امله يې نن د افغان ملت لوږه د نړۍ د خبرونو او بحثونو محور تشکیلوي.
