No-IMG

شهيد قاضی احمد جاويد مسلميار

د ګران سِپهه سٰالٰار د شهٰادت تلِین ... د نن څخه « ۳۶ » کاله وړاندی ؛

د سَلٌواغی دوهمه « دلوِ مِیٰاشتی دوهمه » د قاضی صٰاحِب اَحٌمَدٌجٰاوید « مُسٌلمیٰار » د شهٰادت شپږ دیرشم تلِین سَره سَمون خوری ...  په دی ورځ ملکُ الٌموت یو پٰاك او سپیڅلی رُوح د خپل رَبٌ په لُوری یوړو؛

شهید قاضی صٰاحب د سمنګانو ولایت د مجاهدینو ګران سِپهه سٰالٰار ؛ با تقوا ٔپرهیزګار ؛ او باتور مجٰاهد ؛ او د سنګر یارانو لپٰاره یو خوږ ملګری وُو ...

ځینی وخت د یو ملګری صِفات او ښیګڼي دومره زیاتی وی چی : قلم حیران وی چه زه کوم صِفت ولیکم ...?

شهید قاضی صٰاحب د سمنګانو ولایت لمړی مجاهد وُو چي : د کفر پر وړاندی ؛ او د یرغلګرو روسٰانو پر وړاندی د غزا ‌ٔ ؛ جهٰاد ؛ او پاڅون اعلان وکړ ...

شهید قاضی صٰاحب تر سرپرستی لاندی په لسهاوو ګروپونو د یرغلګرو روسٰانو پر وړاندی جهاد کوو ؛ او بی شمیره  بریالی عملیاتونه یٔی د مزار شریف او کابل پر عمومی سړک وکړل ... د شهید قاضی صٰاحب ګرانښت ؛ محبوبیت ؛ او پیژندنه نه یواځی په سمنګانو ولایت کی بلکه په ګاونډی ولایاتو او ولسوالیو لکه : د بغلان ولایت ؛ بامیان ؛ مزار شریف ؛ بلخ ولسوالی ؛ کندز ؛ او د حزب اسلٰامی پخوانیو مشرانو او مجاهدینو قومندانانو کی محبوبیت ؛ دینداری او د تقوا ٔ شهرت او پیژندل شوی سَرلښکر مجاهد وُو

شهید قاضی صٰاحب یو پٰاك او سپیڅلی مجٰاهد وُو چی : هیڅکله یٔی هم د ددی دنیٰا د مادیاتو او شتمنی لپاره سر ټیټ نه کړ ؛ لوږه ؛ تنده ؛ او بی شمیره تکلیفونه او کړاوُونه یٔی د فی سبیلِ الله جهٰاد او  اسلٰامی نظام د راوستلو لپاره وګالل ؛ او تر شهٰادته پوری په خپل نوم ؛ او پاکه لمن تور داغ و نه لګیده ؛ « پٰاك راغی او پٰاك ولٰاړه ...  »

د شهید قاضی صٰاحب د جهٰاد بی شمیره یادونه او خاطری د سنګر د ملګرو سره په زړونو کی پرتی دی ...  د اَلله « جَلٌ جَلٰالَهُ د لُوی دربارڅخه شهید لَعل محمد قومندان « هلک » ته چی : د شهید قاضی صٰاحب سره یو ځای شهید شو ؛ سَره د ټولُو هر ؛ هر یو جنت الفردوس غواړم ؛ او دواړه لاسونه په عاجزی لپه کووم چی :

د شهید قاضی صٰاحب او د سنګر ټولُو  مجٰاهِدینو دیدن د محمد رسول الله سَره د کوثر چینی تر غاړی وکړی ...

ذو الجلال او مهربان رب دی د افغانستان د جهٰادونو ټولو شهیدانو شهٰادتونه قبول کړی ؛ او د مجاهِدینو د زحمتونو ؛ ستونزو او تکلیفونو اجرونه په آخِرت کی ورکړی ...

اللهم امين يا رب العالمين

هرگز نمیرد آن که دِلش زنده شد به عِشق

ثبت اسَت در جریده‌ٔ ای عالم دوامِ مٰا

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک