د اقتصادي منابعو په باب کې د افغانستان ځوان او اغیزمن کاري ځواک یو مهم او د پام وړ بحث وو او دی
افغانستان د کاري ځواک (د ليبر او کارګر په کچه) له اړخه تل د سیمې او نړۍ د کار د سترو مارکیټونو د پام وړ وو او له همدې کبله د افغانستان په اقتصادي سياستونو کې بهر ته د کاري ځواک عرضه یو له مهمو صادراتي اقلامو څخه وو اما ستونزه داوه چې بیرونیو مارکيټونو افغان کارګران په ناقانونه توګه جذبول او په دې چاره افغان حکومتونو حاکمیت نه درلود.
پاکستان، ايران، ترکیه، امارات، سعودي، اروپايي او امریکايي بازارونه ټول د افغان کارګرانو لپاره پرانیستي وو/ دي او هلته کې د افغان کارګرانو اغیزمنتیا او پیاوړتیا هم منل شوې ده.
له شل کلن حضور وروسته او د وروستۍ استعماري او استثماري هڅی په توګه امریکا او اروپايي هیوادونو لسګونه زره افغانان د خپلو بازارونو او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو په پار وليږدول او لاهم دا لړۍ ادامه لري.
ددې ټولو سربیره په کور دننه په سلګونو زره ځوان کارګر په ورځنۍ توګه د حداقل مزد(اته ساعته کار د یو یا یو نیم ډالر په بدل کې) په لټه کې سرګردان ګرزي او که په همدې مزد په اونۍ کې دوې ورځې کار ولري؛ نو هم خوښ وي.
له کارګرو ور هاخوا نن ورځ افغانستان د لسګونه او سلګونه زره متخصصو کادرونو لرونکی دی چې په هره برخه کې ددې هيواد اړتياوي پوره کولای شي.اما
ستونزه څه ده چې متخصصين مو بېکاره او ادارات او خدمات مو ناکاره دي؟
بنسټیزې ستونزې فساد او د فني، مسلکي او تخصصي برخو، ملکي ادارې او ملکي خدماتو سیاسي کيدل او له سياسي او ایډیولوژیکو جریانونو سره تړل کیدل او له همدغو زاويو ورته کتل او پرې قضاوت کول دي.
که یو متخصص کس په کمونيسټي رژیم کې کار کړی وو، که څه هم له سیاست او رژیم سره يې قطعا اړېکه نه وه نو مجاهدينو ته منفور وو ، نه یوازي داچې د کار او خدمت حق نه ورکول کیده بلکې ژوند يې هم د مجاهدینو له لورې یوه لورېينه ګڼل کیده لکه کټ مټ چې نن یو ځل بیا هماغسې یو حالت حاکم دی.
ځکه خو مو ظرفيتونه او وړتياوې بابیزه دي او یا داچې متخصصین، فن سالاران او پروفيسوران مو باید په پاکستان ایران او اروپا کې ليبر کارونه وکړي او برعکس پردي ګارسونان او ټکسي وانان راباندي د متخصصينو په توګه حکومت وکړي لکه چې تیر شل کاله همداسې وشول او نپوهیږو څومره به لا هم کیږي؟
