No-IMG

نن دوو پېښو بیخي زیات اغېزمن او غمجن کړم

لومړۍ پېښه:
غرمه مې د کوټه سنګي په یو وړوکي هوټل کې ډوډۍ خوړله، د هوټل مالک خپل ملګري ته د اقتصادي ستونزو شکایت کاوه، خپلو دوو شاګردانو ته یې اشاره وکړه، تقریباً د څوارلسو او پنځلسو کلونو هلکان به و، چې دواړو ته مې بېګا وویل سبا به کار ته نه راځئ، دلته نور کار نشته، تاسو ته ورځینی معاش له کومه کړم؟ نه یې شم درکولای!
ویل یې نن سهار دواړه راغلي و، ویل یې مېندو رالېږلي یو، ویل یې راته چې معاش ترې مه اخلئ، مفت کار ورسره وکړئ، لږ تر لږه د غرمې او سهار ډوډۍ خو به وخورئ!
بیا یې ویل چې مېندو یې راته زنګونه هم ووهل او زارۍ یې کولې چې حاجي صاحب خیر دی، له کاره یې مه رخصتوه، دعاء به درته وکړو.
د سړي د خبر پر مهال مې دواړه هلکان ولیدل چې خجالته او محتاجه دیوال ته ډده وهلي ولاړ و. سړی د خبرو پرمهال لږ جذباتي هم شو، دعاء یې وکړه خدایه د وطن په حال رحم وکړه، مونږ نا اهله ملت یو، په خپل رحم مو چارې سمې کړه، له مونږ ورانه ده. 
دویمه پېښه:
له غرمې وروسته د پولیسو ۳۰۰بستریز روغتون ته لاړم هلته مو یو خپلوان بستر دی، یو مریض په لاس کې د لابراتوار د معایناتو پاڼې نیولی د یو ډاکټر پوښتنه کوله، زمونږ د مریض اطاق ته راغی، د مریض رنګ تک زېړ اووختی و، پنځم منزل ته راختلو یې ساه نیولې وه، ما ویل راځه دلته کېنه، لږه دمه دې جوړه کړه!
سړی چې راغی کېناست، تقریبا پنځه درش کلن ځوان و، ما پوښتنه وکړه، وروره! تکلیف دې څه دی؟
اوږده سا یې واخیسته، موسک شو خو په موسکا کې یې درد له ورایه معلومېده. پسې زیاته یې کړه، خدای دې د افغانستان ډاکټرانو ته هدایت نصیب کړي، دا اووه اته کاله کېږي چې ترخې ترخې دوایانې خورم، چا د رواني تکلیف دوایانې راباندې وخوړې او چا د عصبي دردونو، خو ستونزه مې د معدې وه، خدای مې له حاله خبر دی نو له تاسې یې هم نه پټوم، زه د ځوانۍ په اوائلو کې د بدو ملګرو په سبب د نشو عادي شوم، تقریبا لس کاله مې د شرابو نشه وکړه، هر ډول شراب مې وڅکل، تر څنګ یې ځینې نوې نشې هم، خو الله شاهد دی چې فحشا ته نه یم تللی، د چا ناموس ته مې بد نه دي کتلي، غلا مې نه ده کړې او چا ته مې ضرر نه دی رسولی، ډېرو شرابو څکلو مې معده فلج کړې، الحمدلله دا اتم کال دی چې د شرابو په شمول هر ډول نشه مې پرېښې ده، خو د ډاکټرانو د غلط تشخیص پر اساس د درملو کثرت مې جګر هم راختم کړی دی، د ډاکټرانو د وینا مطابق زه فعلاً په مړو کې حساب یم، لاعلاجه مې بولي. له دې خبرې سره یې وخندل، بیا یې وویل: خیر مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دی، خو که رښتیا ووایم نور مې له ډاکټرانو او درملنې زړه تور دی، شاید خدای به همدوره راته لیکلې وه!
داستان یې رښتیا هم دردوونکی و، ما ورته وویل: مایوسي ګناه ده، د هر مرض دوا شته، تلاش یې پکار دی، دا چې شراب او نشه دې پرېښې دا د خدای احسان دی، خدای ته رجوع پکار ده، هغه مهربان او بښونکی ذات دی، مونږ به هم درته دعاء کوو چې روغتیا دې په نصیب شي، البته دغه تکلیفونه ستا د آخرت ګټه ده، اجر یې حتماً شته.
زما خبره یې قطع کړه، راته یې وویل: یوه بله خبره هم درته کوم، ما تر اوسه هیڅ یو کال پوره روژه نه ده نیولې، هر رمضان نیمه میاشت مې خوړلې، لمونځ مې نه دی کړی، خدای به مې وبښي؟ له دې هر څه سره خدای به مې بیا هم بښي؟! وروستۍ خبرې سره یې معصومیت بیخي د ماشومانو په څېر و.
ما ورته د الله تعالی د مغفرت او رحمت اړوند ځینې خبرې وکړې، بیا مې ورته وویل: ته د انسانانو ګنهګار نه یې، یوازې د خدای تعالی ګنهګار یې، هغه ته ستا دا احساس او ندامت په ډېر لوړ قیمت قبول دی، هغه په انسانانو مه قیاسوه چې  کېنه به درسره وساتي او د انتقام فرصت به لټوي او یا دې په تعذیب خوند واخلي، هغه له دې شیانو مستغني او ډېر لوړ ذات دی.
د ځوان په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې، ځوان پاڅېد، مننه یې وکړه او بښنه یې وغوښتله چې ستاسې مزاحمت مې وکړ او د کوم ډاکټر په لټه له کوټې ووت، خو مونږ ټول یې هم ښه سم خفه کړو.
اوس دا دی ماخوستن دی خو باور وکړئ چې زمونږ د ټولنې دې دوو پېښو تر اوسه بیخي ګډوډ کړی یم.
 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک