No-IMG

ددې ځمکي بدبخت اوسيدونکي په هر حال کې زیانمن وي

که ورښتونه نه وي نو د وچکالۍ زور تر دوی خيژي او که د الله رحمت پرې وریږي بیا نه سرپناه لري، نه د ګرمیدلو او خوړلو امکانات.

الله دې ددې سخت  ژوند بدله په خپل جنت کې ورکړي، نن او په هره دغسي یخه، باراني او واورينه ورځ د اکثرو هیوادوالو حالت هیڅ د ليدلو او زغملو نه وي.

او الله دې ددې ملت ددې بدې ورځې عاملين، نااهله او خاین مشران او ددې غریب ملت د حقونو غله او تروړونکي پخپل قهر سره مجازات کړي.

که تیر شله کاله ددې ملت پر آدرس د راغلو امکاناتو صرف دوه سلنه د ملت په ګټه په بنسټيزو چارو لګیدلې وای، نن به دا حال نه وای.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک