غني بد وو؛ لنډه غرو ته باید د لنډه غر ویلو څخه سترګې پټې نشي
د غني د فساد او بې کفایتۍ ريکارډ خو جوړ شو اما واقعیت دادی چې تر غني زیات د هغه اطرافیان، کابینه او وچ د لنډغرۍ په زور ترې د نیم بیل کړي سهم متصدیان زیات او د مرکب او څو اړخیز فساد حاملان او عاملان وو.
د لنډغرو لنډه غریو، سوټه ماریو او بغاوتونو غني دېته اړ کړ چې ټوله تکيه پرخپل ځان او څو تنو بې ریښو ځوانانو وکړي.
د افغانستان نوم نه منو، افغان نه منو، تذکره نه منو، پاسپورټ نه منو، ملي سرود نه منو، ملي ژبه نه منو، احصائيه او نفوس شميرنه نه منو، تاریخ او تاریخي سوبې جعلي دي نه يې منو افغاني بانک نوټونه، ملي ترمينولوژي، علمي مصطلحات او ... باید بدل شي.
د امنیت سکتور موږ ته له پلاره په ترکه را پاتي دی، په نېمايي ولايتونو کې د مرکز تعینات او دستورات نه منو، د بهرنیو چارو په وزارت او په بهر کې د افغان ډیپلوماټانو په تعین، تغییر، تبدیل او په دې برخه کې د هر راز اصلاحاتو سره مخالفت او د تصفیې، فاشیزم، قومي تفوق او ... په نومونو د مرکزي حکومت تورنول او هميشه بغاوتونه کول هغه څه وو چې په دوام لرونکې او سيستماتيکه توګه يې مرکزي حکومتونه تضعیف کړي وو.
د خپل حکومت پرمهال غني ته دوې ټاکنې په مخ کې وي، داچې د کرزي په څیر هرڅه ددې قومي او تش په نوم جهادي لیوانو په واک کې ورکړي او خپله تش سمبول پاتي شي یا داچې اړ وو له بهره پر وارد شوو څو تنه بې ظرفيته، بې ریښو او فاسدو کسانو باور وکړي.
غني دوهمه لاره غوره کړه ځکه پکې تردې حده بدنام شو اما موږ د یو سترګور ملت په توګه ټول هغه عناصر پيژنو او وينو يې چې څرنګه يې تل په دې هېواد کې بې نظمۍ،د وروڼو قومونو ترمنځ بې باورۍ، کینې او تفرق ته کار ويلی وو او په هره برخه کې يې بې ثباتۍ رامنځته کړې او څرنګه تل د استعمار لپاره وسیله او سبب جوړ شوي لکه څرنګه چې نن هم د خپل شریر او فاسد طبیعت مطابق لګیا دي، څوک د تجزيې چیغې وهي، څوک يې بيروني استعمارګر هڅوي چې یو ځل بیا دا خاوره د هغې د بچيو په وینو ولمبوي.
غني بد وو خو بدتر باید هیر نکړو او له پامه ونه غورځوو او که غني ته فاسد وايو نو لنډه غرو ته باید د لنډه غر ویلو څخه سترګې پټې نشي.
