ابراهيم: افغانان دې یو بل ومني ـ بشري مرستې به موږ ورسره وکړو
که مونږ همداسې په خپل جهالت ولاړ واوسو، نو یو وخت به له انسانیته دومره لیرې تللي یو چې د نړۍ استازي به راته وايي:
افغانان دې له ډوډوۍ خوړو مخکې لاسونه پرېمېنځي، جامې دې پاکې ساتي؛ صابون به مونږ ورکړو، نوکان دې پرې کړي؛ نوک تراش به موږ ورولېږو، قضای حاجت دې تشنابونو ته ورسوي؛ تشنابونه به مونږ ورته جوړ کړو (اګر که دې نصیحت ته خو اوس هم اړتیا لرو) او وغیره!
خبر شوم چې د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي حسين ابراهيم ويلي دي:
"افغانان دې یو بل ومني ـ بشري مرستې به موږ ورسره وکړو، ټول اړخونه دې یووالي او پخلاینې ته مخه کړي چې په ګډه خپل وطن اباد کړي".
ښه نو دا سطحي او ساده خبرې به هم راته اوس په نړیوالو کنفرانسونو کې نور کوي؟
افسوس چې دا تاریخ خو مو پنځه زره کلن نه وای.
