No-IMG

په لویدیځ تمدن کې د انسان لپاره د آسانه وژونکو کپسولونو جوړول

له معنویاتو په شلیدلې لویدیځه نړۍ کې چې کله انسان د مادي ژوند ټول لذایذ تجربه کړي او تر آرامه ونه رسيږي؛ بيانو د آرام موندلو په پار د وروستۍ ټاکنې په توګه مرګ ته لیوالتیا پیدا کوي‌ او همدغه احساس هلته کې د ځان وژنې له عمده لاملونو څخه دی. هلته اوس حکومتونه او  ستر شرکتونه د آسانه مرګ لپاره پر نویو او آسانه وژونکو ابزارو او ټکنالوژيو کار کوي.

په لویدیځ تمدن کې د انسان لپاره وروستنۍ او پرمختللې ډالۍ د آسانه وژونکو کپسولونو جوړول دي او په نن کې د تکنالوژیک هژمون وروستنی هڅه همدا ده.

همدا د لویدیځوال مدنیت اصلي څیره او د لېبرال عقل د اکمال او فوقیت غوره بېلګه ده اما؛

اما موږ ختیځ قامونه، درېیمه نړۍ او مخ پر وده ملتونه ځکه تر لویدیځوالو په مراتبو بېچاره یو چې لوږې، فقر، نا امنیو، فساد او سیاسي استبداد دومره بې وسه کړي یو چې همدغه فوق الاشاره لویدیځ راته سم دم د جنت په څیر ښکاري او واقعیت هم همدا دی چې زموږ او د هغوی تر منځ د اسبابو، امکاناتو او آسانتیاوو له اړخه توپیر په همدومره حد کې دی.

موږ تر هغوی زیات د زړه سوي يو، توپیر دومره چې هلته هر انسان پخپله پر خپل ځان کړي او دلته هميشه څو تنو او په نهایت کې يوې وړې ډلې‌ له ملتونو آرام او سوکالي اخيستي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک