No-IMG

د امازون ځنگل د نړی د اوو عجایبو له جملی څخه دی

 

چه د نړی په کچه ستر او بارانی ځنگل دی ، چه پنځه نیم  میلیون کیلومتره مربع مساحت لری ،

په جنوبی امریکا کی واقع دی چه زیاته برخه یی د برازیل او پیرو په هیوادونو کی موقیعت لری، نور هیوادونه چه د امازون ځنگل اود امازون سیند پکښی واقع دی عبارت دی له :

60 فیصده د برازیل،

13 ٪ پرو،

9 ٪کلمبیا،

5 ٪ ونزوئلا،

5 ٪ بولیوی،

3 ٪ گویان،

2 ٪ سورینام،

1.5 ٪ اکوادور

1.5 ٪گویان فرانسه

دځمکی نیمایی اکسیجن د امازون د ځنگل څخه تولیدیږی نو ځکه د ځمکی سږی ورته وایی

د امازون ځنگل د برازیل په برخه کی تر 24 میلیونه انسانان چه دنوری نړی څخه په انزوا کی ژوند کوی ، اوسبږی ،

چه 180 مختلیفی قبیلی لری او په سلگونه زره تنه یی بومی ځنگلی انسانان هم لری ، چه کاملا وحشی ځنگلی ژوند لری ،

د انسانانو ژوند په امازون کی د زرگونو کلونو راهیسی تثبیت سوی.

د امازون په ځنگل کی هره ورځ په پوره اندازه باران اوریږی ، هوا یی مرطوبه او گرمه ده ،

دنوموړی ځنگل په امتداد کی د امازون ستر سیند بهیږی

چه د نړی تر ټولو اوږد سیند دی چه طول یی 6400 km دی .

امازون ځنگل د ځمکی د سطح یوازی څلور فیصده تشکیل کړی ده

خو د ټولی ځمکی  د حیواناتو ، نباتاتو او حشراتو یو ثلث مختلیف ډولونه او انواع  ، پکښی ژوند کوی

د نړی د ماهیانو او الوتنکو پرنده گانو د مختلیفو انواعو پنځمه برخه پکښی اوسیږی ،

د ونو شمیر یی تر 390 میلیارده زیات تخمین سوی ،

چه 16 زره مختلیفی  ډول ونی لری،

د ټولی نړې نیمایی بارانی ځنگلونه په امازون کی موقیعت لری

د ځمکی د کره تر نیمایی زیات اکسیجن ، د امازون ځنگل تولیدوی

د امازون په مختلیفو برخو کی میلیونونه انسانان د ډیرو پخوا زمانی څخه نسل په نسل  ژوند کوی ،

لرغون پیژندونکی وایی چه د یوولس زره کاله راهیسی د انسانانو سکونت په امازون ځنگل کی تثبیت سوی دی،

د امازون ځنگل د کاربن عنصر د زیات مقدار په ذخیره کولو سره د ځمکی کره د حرارت په کنترول کی مهم ارزښت او ونډه لری

که چیری د نوموړی ځنگل د ونو شمیر په هر دلیل کمبود پیدا کوی ، د ځمکی کره د حرارت درجه ورسره اوچته ځی ،چه د بشریت لپاره ډیره خطرناکه حالت دی .

د پیرو هیواد په خاوره کی د امازون په ځنگل کی د جوش اوبو یو سیند هم شتون لری چه اوبه یی کاملا گرمی او د جوش تر درجه رسیږی  ، چه نوموړی د جوش اوبو سیند 25 m عرض ، 6m عمق او 6,4 km طول لری ،

په امازون ځنگل کی 2,5 میلیون د حشراتو انواع، ژوند کوی د الوتنکو او تی لرونکو حیواناتو انواع یی تر دوه زره نوع تخمین سوی دی دا په داسی حال کی ده چه په لس گونه زره د نباتاتو انواع پکښی زرغون دی ، دبیلگی په توگه :

۴۰٬۰۰۰ نوع نباتات ،

۲۲۰۰ نوع  ماهیان ،

۱۲۹۴ نوع   الوتونکی پرندی ،

۴۲۷ نوع تی لرونکی حیوانات ،

۴۲۸ نوع ذومعشتین، 

او ۳۷۸  نوع مختلیف حشرات او 150 نوع بیزوگان په علمی ډول تثبیت سوی دی

تر 390 میلیارده زیاتی ونی پکښی شتون لری چه د کال په ټولو موسومو کی شنی دی

مننه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک