No-IMG

د اسلام ستر اهداف او غایات مو په ډېرو کوچنیو او وړو وړو خبرو بدل کړي دي

مونږ د یو داسې سپېڅلي دین منونکي یو چې دعوه یې ټول انسانیت ته شامله ده، هر مکان او هره زمانه یې د احکامو د تطبیق لپاره برابره ده، منبع یې هم الٰهي ده او مرجع یې هم الهي.

مګر په عموم کې زموږ اوسنی واقعیت څه بل ډول دی، مونږ د دې دین ستر او شامل عنوان په داسې وړو وړو خبرو کې بند کړی دی چې شمولیت یې وړو وړو ډلو او ځینې وخت حتی تر یو جومات او مدرسې محدود وي.

د اسلام ستر اهداف او غایات مو په ډېرو کوچنیو او وړو وړو خبرو بدل کړي دي.

اسلام د خدای تعالی او انسانانو تر منځ د تعلق (عقیدې) په مجال کې وحدانیت او د انسانانو خپلمنځي روابطو په برخه کې سوله ییز ژوند او عدالت  عُمده او اساسي مقاصد ټاکلي دي، مګر مونږ  د دې سترو مقاصدو په مقابل کې د ږیرو، بریتانو، څڼو، پټکیو، لمنو، مسواکونو او پایڅو په ناپ او تول کې یو او بل له ګریوانونو رانیولی وي.

دا مسئله په غټه کې نن سبا خرابه نه ده، بلکې د عربي مشهور شاعر متنًبِّي د لاندیني بیت نه معلومېږي چې د دغسې کوچني فکر خاوندان د هغه د عصر (303هـ - 354هـ) (915م - 965م) پر مهال هم ښه ډېر و، هغه وايي:

أغايةُ الدينِ ان تَحُفُّوا شواربَكم

يا أمة ضحِكتْ مِن جهلِها الأممُ

ژباړه:

ایا د دین مقصد دا شو چې (یوازې) برېتان مو واړه کړئ؟ افسوس په داسې أمت چې په جهالت یې نور أمتونه خاندي.

هدانا الله جمیعاً

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک