په نړيوالو مسائلو کي د اسلامي امارت تنازل د هېواد او ولس په گټه ده
د افغانستان اسلامي امارت چې په نړیوالو مسائلو کې څومره تنازل کوي، د هېواد او ولس په ګټه یې بولم، دا چې پخوا یې په دې مسائلو انحنا نه منونکی شدت کاوه، په دې اړه د اسلامي امارت مسئولینو ته د تېر وخت پېغور ورکول مناسب نه دی، ځکه چې په فعلي شرائطو کې د هېواد حساس وضعیت د دې تقاضا نه کوي او دا ځکه چې دولتداري په هغه شدت او شخ مزاجۍ نه کېږي، د کوم په اړه چې زمونږ د ټولنې په دودیز فکر کې محصورې ډلې او اشخاص کوي.
خصوصا هغه فکر چې تر پرونه د ط.البانو عامه منسوبینو درلود.
البته یوه جدي غوښتنه لرم چې په اصل کې دا د ولس، د ښې دولتدارۍ او د حاکمو شرائطو غوښتنه ده؛ د اسلامي امارت منسوبین هغه تنازل چې د نړۍ په مقابل کې یې کوي؛ مناسبه ده چې تر دې څو برابره زیات د خپل ولس د مختلفو اقشارو او اصنافو په مقابل کې وکړي.
په دې هیله چې هېواد مو د هغه تور برخلیک خوا ته لاړ نه شي، د کوم ارمان چې زمونږ حسود دښمنان او رقیبان کوي.
