ولې په افغانستان کې پانګې وړې او خورې, ورې دې؟
په افغانستان کې د پانګې اوسنی انفرادې جوړښت کلتوري او اجتماعي عوامل لري چې ځنې يې په مختصره توګه په لاندې ډول دي:
۱ - په رواجې توګه افغانان دیته ترجیح ورکوې چې بل څوک له ځانه سره په کاروبار کې شریک نکړې. په تیره بیا چې پدې کاروبار کې د ګټې امکان زیاد وي.
۲ - د وړو, وړو مشارکو او مضاربو قراردادونه چې عموما د دوو یا دریو کسانو تر منځ کیږې د مشارکې او مضاربې د اصولو په اساس نه وي. په ملکیت, رأس المال, ګټه او تاوان کې د شریکانو فیصدي, د مشارکت یا مضاربت نه د وتلو لارې او نور مهم مسائل پکې مبهم وي. نو لدې امله اکثره مشارکې او مضاربې د طرفینو تر منځ نزاع رامنځته او د لانجو باعث شې.
۳ - په افغانستان کې مشارکې او مضاربې عموما د دوو, دریو یا څلورو کسانو تر منځ وي. او د لویو شرکتونو د تشویق او جوړولو لپاره چې له شلو زیاد سهمداران ولري مناسب قانوني, مقرراتي او فزیکي بنسټونه ندې جوړ شوي.
د پورتني او نورو عواملو له امله په افغانستان کې د پانګې اوسنی تشکیل او جوړښت د لویو پانګو اچونو سره مرسته نشي کولی.
