بانکونه او د اسهامو بازار
په وروسته پاتې ملکونو کې بانکې سکتور د اسهامو د بازار په مقایسه ډير قوي او پرمختللی وې. د خلکو ډيرې پیسې له بانکونو سره پرتې وي. په پرمختللو او صنعتې ملکونو کې بیا د خلکو ډيرې پیسې په شرکتونو او د اسهامو په بازار کې وي.
په افغانستان کې د تولید او صنعت د ودې لپاره لازم فزیکي, قانوني او مقرراتي بنسټونه موجود ندې. نو لدې امله د لویو او حتی متوسطو سهامې شرکتونو د منځته راتګ لپاره زمینه مساعده نده. د خلکو پیسې په عمومې توګه متفرقې او د کاروبار پانګې وړې, وړې دي. واړه داخلې تولیدات او صنعتونه دومره قوي ندې چې د نورو ملکونو د تولیداتو سره رقابت وکړي. په نتیجه کې وارداتې تجارت زیاته وده کوي. وارداتې تجارت بیا پخپل وار سره په داخل کې د تولید او صنعت مخه نیسي او یوه شریره دایره تکمیله شي. دا ټول ددې لامل شي چې په ملک کې بیکارې ډيره او د فقر او جنایتونو سطحه لوړه شي.
