کفار ولې مسلمان ملکونو ته بهانې جوړوي او د اور خوراک یې کوي
۱. د وسلو شرکتونو مالکین شاید چې ډیری یې یهود وي.
د ولسمشریزو ټاکنو پر وخت د دوی مصارف پرې کوي.
په بدل کې یې د دوی د شرکت د وسلو خرڅلاو ترې غواړي.
وسله جګړه کې کارول کیږي.
نو دوی د دې هدف لپاره د مسلمانانو خاوره په نښه کړي.
۲. دوی خپلو ملکونو کې بشري قوې ته ضرورت لري، خپل وطنونه ورته وران، کنډواله کړي.
جوړ سیستمونه ورته وران کړي بیا د مهاجرینو په نامه دوی ته پنا ورکول هم پرې احسان کړي.
۳. د یوه وطن روزل شوي کدرونه ترې غلا کوي.
ښه مثال یې د کابل پوهنتون نېږدې ۲۵۰ استادان دی کوم چې نړېوالو له ځان سره وړي.
په همدې پیمانه د اشغال په شتون کې دوی وړي.
۴. جګړه داسې خونړۍ کول او پېچلۍ کول کوم چې مسلمانان ترې نفرت کړلو ته اړ شي.
او نړۍ والو ته یې د اسلام اصلي روح په شکل وړاندې کوي.
په دې توګه بعضې ضعیف انسانان په خپل منهج شکمن کوي.
