No-IMG

شهید قارى محمد اشرف درويش

د وخت  بدنامو استخباراتي جګړو ، آجير جنګياليو دسترکو آزغي  !!

د اسلامى نهضت حقيقي وارث ، او دقيام حق جبهي سرشاره مجاهد  !!

د افغان معيوب ميړنۍ پلار  ، أيکي يوازنۍ زوي ، او د دوه کلن يوازنى زوى خوږ او مينه ناک پلار  !!

ورور  قارى محمد اشرف (درويش ) يادوم ،  چى څو ورځي وړاندې داستخباراتى بدنامو جګړه مارو آجيرو جنګياليو لخوا پداسى حال کى په شهادت ورسيد ، چى د خپلى غريبى او مسکينى کورني لپاره يې ، ديو اجاره شوى پټي ( زمکى ) دحاصلاتو په واسطه حلاله روزى پيداکوله ، دده ګناه  په اوسني وخت کى يوازى خپل مسلمان او متدينى  کورني ته حلال رزق ګټل ول ، مګر ظالمانو دده تش همدا وجود و نشو زغملاى ، خپل کرغيړن او منحوس عمل يې دبادار په سپيره خوله  ترسره کړ ،  رب دى ددوى منحوس  نوم او نشان دتل لپاره دزمکى له مخه محوه کړى  !!  

شهيدقارى صاحب محمد اشرف (درويش)  په  ريښتنې اوحقيقى توګه  درويشي صفتونه درلودل ، فقر غربت او دوخت متزلزلو حالاتو دده په عزم او آراده کى کوم تغيير رانوست ، بلکى هوډ او عزم يې لا پياوړى  او پولادى شو !!

رب  دى دده ستړياوى ، تکليفونه او آزيتونه په خپل دربار کى قبول کاندۍ ، دده نيکى خاطرى ، او ښکلى صفتونه دى رب تلپاتي لرى ،  رب دى داسلامى  نهضت غړو  ته داسى  توفيق ورکړى ، چى دده دشهادت څخه وروسته دده غم ځپلى او مسکينه کورنۍ دکمترى او ځانته والي  آحساس ونه کړى !!

 اللهم آمين ـ

اللهم تقبل شهادته

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک